CRI Online

د چین او پاکستان ځمکني پوځونه ګډ تمرینات کوي

cri     (GMT+08:00) 2019-01-06 16:31:42

د چین او پاکستان ځمکني پوځونه ګډ تمرینات کوي

پر ځایي وخت د روانې میاشتې د ۵ نیټې د سهار په ۱۰ بجو د پاکستان د پابي په نوم د ترهګرۍ پرضد د تمریناتو په مرکز کې د چین او پاکستان ځمکنیو پوځونو ګډ نظامي تمرینات ترسره شول.

دغه ځل تمرینات د جنګیال-۶ په نوم د ګډو نظامي تمریناتو یوه مهمه برخه ده. په بله خبره دغه ۲۰ ورځنی نظامي تمرینات پای ته ورسیدل. د چین پلاوی مشر او د شینجیانګ نظامي سیمې د یوې لوا مرستیال ډګروال یانګ لۍ خبریالانو ته وویل چې د دغه ځل ګډ تمرینات له لارې د چین او پاکستان ترمنځ نظامي باور څرګند شوی او دوستي مو ټینګه شوې ده چې د ترهګرۍ پرضد د دواړو خواوو د جنګي توان د لوړتیا لپاره هم ارزښتناک دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای