CRI Online

تېر کال په چين کې د ساتل شويو ابتکاري انحصاري حقونو اندازه يو مليون شپږ لکه او دوه زره وه

cri     (GMT+08:00) 2019-01-08 12:39:46

د چين د پوهنې ملکيت حق د دولتي ادارې مشر شن چانګ يو د جنوري په اوومه نېټه په بېجينګ کې وويل چې تېر کال په چين کې د ساتل شويو ابتکاري انحصاري حقونو اندازه يو مليون شپږ لکه او دوو زرو ته رسيدلې چې دغه رقم د وړم کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې شل زيات شوی دی. هغه وويل چې د چين حکومت به په روان کال کې د پوهنې ملکيت حق د ساتلو لپاره لاډېرې هڅې وکړي او په دې برخه کې به نړيواله همکاري پياوړی کړي.

د چين د پوهنې ملکيت حق ادارو د مشرانو غونډه په همدې ورځ په بېجينګ کې تر سره شوه.د چين د پوهنې ملکيت حق د دولتي ادارې مشر شن چانګ يوو په دې غونډه کې وويل چې تېر کال د پوهنې ملکيت حق په تړاو د چين عمومي ځواک لا پياوړی شوی دی. هغه وويل، د چين په ستره برخه کې د ساتل شويو ابتکاري انحصاري حقونو شمېر يو مليون شپږ لکه او دوه زره و چې دغه رقم د وړم کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې اتلس اعشاريه يو زيات شوی دی .د هر لسو زرو تنو په سر د ساتل شويو ابتکاري انحصاري حقونو شمېر يوولس اعشاريه پنځه و. تېر کال د انحصاري حقونو د همکاريز تړون له مخې د نړيوالو انحصاري حقونو په تړاو د غوښتنليکونو شمېر ۵۵ زره و چې دغه رقم د وړم کال دهمدي مودې په پرتله په سلو کې ۹ زيات شوی دی.

نوموړي وويل چې چين به په ۲۰۱۹ کال کې د پوهنې ملکيت حق د ساتلو لپاره لاډېرې هڅې وکړي. هغه زياته کړه چې چين به د پوهنې ملکيت حقونو د بنسټيزو قانوني نظامونو او په نويو ساحو کې د ابتکاري لاسته راوړنو په اړه د پوهنې ملکيت حقونو د ساتنې څېړنه پياوړې کړي،په دې برخه کې به د اړوند سيستم د جوړولو لايحې جوړې کړي،د اړوند اداري ميکانيزم او کاري ډګر د جوړولو لپاره به هڅې وکړي او په نوې زمانه کې به د پوهنې ملکيت حقونو د ساتلو لپاره اړوندې تګلارې او اسناد جوړ کړي. د دې ترڅنګ چين به د پوهنې ملکيت حق د ساتنې د مرکزونو جوړولو ته ادامه ور کړي او په دې برخه کې به د دولتي مرکز د جوړولو لپاره عملي کېدونکې څېړنه وکړي. سربېره پردې چين د پوهنې ملکيت حق په برخه کې له نورو هېوادونو او سازمانونو سره هم همکارۍ پياوړې کړي.هغه وويل،چين به په ښه توګه د يو کمربند او يوې لارې په نوم د پوهنې ملکيت حق په تړاو د لوړې کچې په غونډه کې تر لاسه شوې لاسته راوړنې پلې کړي، د ماډريډ د سوداګريزو نښو د ثبتولو نړيوال سيستم او د انحصاري حقونو د نړيوال همکاريز تړون مروجولو ته به دوام ور کړي ،د هاګ د ظاهري ډيزاين د ثبتولو په نړيوال تړون کې د شاملېدو لپاره به د چمتوالي کارونه تر سره کړي،د تخنيکي او ابتکاري ملاتړ د مرکز په هکله به د پوهنې ملکيت حق په نړيوال سازمان سره د همکارۍ او تفاهم ليک لاسليک کړي او اړونده ازموينه به تر سره کړي.د دې ترڅنګ چين به د سوداګريزو نښو او جغرافيايي نښو په برخه کې نړيوالې همکارۍ هم پياوړی کړي.

ښاغلي شن چانګ يوو پر دې ټينګار وکړ چې چين بايد په دوامداره توګه د پوهنې ملکيت حق په تړاو پرانيستي ، برابر او اغيزمن نړيوال اصول جوړ کړي، د څو اړخيزو کېدو پر ساتنې دې ټينګار وکړي،د پوهنې ملکيت حق نړيواله اداره دې بشپړه کړي او د اړوندو نړيوالو اصولو د جوړولو په برخه کې دې د پوهنې ملکيت حق د نړيوال سازمان له عمده رول څخه ملاتړ وکړي.هغه وويل،مونږ بايد د همکارۍ بيرغ پورته کړو او د پوهنې ملکيت حق په برخه کې دې د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې له پرتو هېوادونو،د امريکا، اروپا، جاپان او د کوريا جمهوريت ،د بريکس هېوادونو او د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو له ټولنې سره څو اړخيزې همکارۍ او له بېلا بېلو هېوادونو سره دوه اړخيزې همکارۍ وکړي تر څو د پوهنې ملکيت حق په تړاو د نړيوالې همکارۍ نوی جوړښت رامنځته شي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای