CRI Online

منځني ختيځ ته د امريکا د بهرنيو چارو وزيرمايک پومپيو له سفر څخه ښکاري چې امريکا به له دې سيمې څخه ونه وځي

cri     (GMT+08:00) 2019-01-09 15:34:28

د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو د جنوري په اتمه نېټه د اردن پلازمينې عمان ته ورسيد او د منځني ختيځ له اتو هېوادونو څخه يې ليدنې پيل کړې.هغه به په وار سره له اردن، مصر، بحرين،د عربي متحده اماراتو، قطر،سعودي عربستان،کويت او عمان څخه ليدنې وکړي او د منځني ختيځ د امنيتي حالاتو په هکله به له اړوندو هېوادونو سره سلامشوره وکړي .د عامه افکارو په اند امريکا د دې سفر له لارې هغه نيت ښودلی چې دوی به د منځني ختيځ په تړاو خپلې ژمنې ته ادامه ور کړي او له دې سيمې څخه به ونه وځي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د روانې مياشتې په څلورمه نېټه د ياد سفر په اړه خبر ور کړ چې د جنوري له اتمې نيټې څخه پيل او تر پنځلسمې نيټې پورې به دوام ولري.له دې نه مخکې د امريکا د بهرنيوچارو وزير مايک پومپيو يوه خبري ناسته تر سره کړه او پکې يې وويل چې دغه سفر يو ډېر مهم دی چې موخه يې له يادو هېوادونو سره د ملګرتيا اړيکو لاټينګښت او له داعش ډلې سره ګډه مبارزه او د ايران مخنيوی دی. امريکا به تر وسې پورې په دې سيمه کې خپلو هڅو ته دوام ور کړي او په تېرو دوو کلونو کې پر کړو ژمنو به ټينګار وکړي.د پومپيو له دغو څرګندونو څخه منځني ختيځ ته د ده سفر عمده موخه ښکاري.

دا تر ټولو مهمه ده چې امريکا به په دې سيمه کې کړو ژمنو او له داعش ډلې سره مبارزې ته ادامه ور کړي.د تېر کال د ډسمبر په ۱۹مه نټېه د امريکا ولسمشر ډونالډ ترمپ له سوريې څخه د امريکايي پوځ د ايستلو اعلان د ډېرو کسانو لپاره د خيرانۍ خبره وه او په کڼ شمېر هېوادونو کې د انديښنو سبب شو.د بېلا بېلو خواوو د شکونو پر وړاندې ټرمپ مجبورا خپله رويه بدله کړه او د روان کال په پيل کې يې دوه لوړ پوړي چارواکي منځني ختيځ او لويديځې اسيا ته وليږل. د روانې مياشتې په څلورمه نېټه د دې هېواد د ولسمشرۍ د امنيتي چارو مرستيال جون بولټن له اسرائيلو او ترکيې څخه ليدنې وکړې او اوس مايک پومپيو د منځني ختيځ له اتو هېوادونو څخه ليدنې کوي چې موخه يې له اړوندو هېوادونو سره د مستقيمو تماسونو نيول او د هغه نيت ښودل دي چې امريکا به په دوامداره توګه په دې سيمه کې پر کړو ژمنو ټينګار وکړي او له دې سيمې څخه به ونه وځي.

د ياد سفر بله موخه دا ده چې امريکا غواړي له اړوندو هېوادونو سره د ملګرتيا لانژدې اړيکې ټينګې کړي او د ملګرو هېوادونو اسرائيلو او سعودي عربستان له عمده دښمن ايران سره مقابله وکړي.مايک پومپيو پردې نيوکه وکړه چې ايران په نړۍ کې له ترهګرۍ څخه تر ټولو لوی ملاتړکوونکی دی .امريکا هيله لري چې له اړوندو هېوادونو سره په ګډه سرچينې او ځواکونه وکاروي او د ايران له ګواښونو سره مقابله وکړي.رښتيا ده چې پومپيو دا نيت لري چې امريکا غواړي په منځني ختيځ کې ستراتيژيک اتحاد جوړ کړي. دا د پاملرنې وړ ده چې پومپيو به د خليج د همکارۍ کميټې له ټولو اتو هېوادونو يعنې سعودي عربستان، د عربي متحده اماراتو، بحرين، عمان ، قطر ، کويت ، مصر او اردن څخه ليدنې وکړي چې دغه هېوادونه په ياد اتحاد کې شامل دي. د امريکا د څرګندونو له مخې د دې اتحاد د جوړېدو موخه د ايران له ګواښونو سره مقابله کول دي.خو د امريکا دغه تصور ته خوشبينه نه ده.

د معلوماتو له مخې په دغو اتو هېوادونو کې د پومپيو د سفر خاص تاکيد بېل دی. د بېلګې په توګه په اردن کې به هغه د دې هېواد د مشرانو او چارواکو سره په عمده توګه د امريکا او اردن ترمنځ د اړيکو او دوه اړخيزو همکاريو،د سوريې، اردن او عراق د سوداګريزو حالاتو په باب بحثونه وکړي. خو په مصر کې به نوموړی د دې هېواد له مشرانو سره د مهمو سيمه ييزو مسئلو په هکله د نظريو تبادله وکړي چې پکې د ايران مسئله،د غزې حالت، د ترهګرۍ پرضد مبارزه، په اقتصاد او انرژۍ کې د امريکا او مصر ترمنځ همکارۍ شاملې دي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای