د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولتي شورا غړي او خارجه وزير وانګ يي د جنورۍ په لسمه نېټه په بېجينګ کې د ملي امنيت په چارو کې د افغانستان د ولسمشر له مشاور حمدالله محب سره وکتل.
وانګ يي وويل، چين او افغانستان دوديز ګاونډيان دي. چين د افغانستان د خونديتوب او ثبات د ساتلو او د افغانانو تر لارښوونې او مالکيت لاندې د روغې جوړې بهير د پرمخبيولو لپاره د افغانستان د حکومت له کوښښونو څخه ملاتړ کوي. چين تل په دې نظر دی چې د افغانستان موضوعاتو په اړه بايد د ټولو افغانانو لخوا پرېکړې وشي. د افغانستان په هکله بېلا بېلې خواوې بايد د افغانستان حاکميت، د افغانانو هيله او د دې هېواد د حکومت د رول درناوی وکړي. چين غواړي په دوامداره توګه د افغانستان د روغې جوړې او بيارغونې له بهير څخه لازم ملاتړ وکړي.
د افغانستان د ملي امنيت شورا سلاکار حمدالله محب وويل، افغانستان د سيمه ييزې سولې او ثبات د هڅولو لپاره د چين رغنده رول ستايي او غواړي د افغانستان د اوضاعو د راتلونکي بدلون په اړه له چين سره تماس نيولو ته دوام ورکړي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |