د جنورۍ په لسمه نېټه، د ورېښمو لارې په اوږدو کې د پرتو هېوادونو د مشهورو شخصيتونو ډلې د اورومچي له ۶۶م منځني ښوونځي څخه لېدنه وکړه. اوس په دغه ښوونځي کې ۲۴۰۰ زده کوونکي شته چې عمده برخه يې د کاشغر او تورپان په شمول د جنوبي شينجيانګ له بېوزلو سيمو څخه راغلي او پکې د اويغوري، قزاقي، هان، هوی، تاجکي او قرغېزي قومونو زده کوونکي شامل دي. دوی له ازموينې څخه انتخاب شوي غوره زده کوونکي دي او د دوی ټول لګښتونه د حکومت له خوا برابريږي. په دې ښوونځي کې په اويغوري ژبې، ملي ژبې او انګليسي ژبې تعليم کيږي. د لېدونکې ډلې برخه والو د يادو معلوماتو په تر لاسه کولو سره د ملي لږکيو د ښوونې په برخه کې د چين حکومت کارونه وستايل.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |