CRI Online

د ګونګ فو ایراني مينه وال مسعود جعفري

cri     (GMT+08:00) 2019-01-14 10:53:51

د يوې شمېرنې له مخې، اوس د ايران له ۸۰ مليونو تنو څخه له ۵۰ نه تر ۵۵ زره تنه ايرانيان د چيني کون فو تمرين کوي. له دې جملې څخه يو نامتو ګونګ فو مينه وال سعود دی. هغه کابو له ۳۰ کلونو مخکې د ګونګ فو په تمرين پيل وکړ، په ايران کې يې نه يوازې زياتو کسانو ته د ګونګ فو ورزده کړه کړې، بلکې د ګونګ فو او د چين دوديز ښاماري نڅا د خپرولو په موخه يې يو ځانګړی سازمان هم جوړ کړی دی. د ده اصلي نوم مسعود جعفري او چيني نوم يې يون شیاو لونګ دی.

جعفري په ۹ کلنۍ کې له چيني ګونګ فو سره علاقه پیدا کړې او له ۱۲ کلنۍ څخه يې د شاو لين مقلد بوکس په تمرين کولو پيل کړی دی. هغه وويل چې په ماشومتوب کې يې د بروس لي او جېکي چين د مشهورو فلمونو په اثر له چيني ګونګ فو سره زياته علاقه پيدا کړه.

کله چې زه ماشوم وم، د چيني ګونګ فو فلمونه مې زيات خوښېدل. په هغه وخت کې زياتو کسانو له همدې امله د چيني ګونګ فو په اړه معلومات تر لاسه کړل. زما مشر ورو د جمنازيم يو ښوونکی دی. په پيل کې ما د ده په لارښوونې سره د جمنازيم تمرين کاوه. د ۱۲ کلنۍ په وخت کې مې د چيني ګونګ فو له لومړي ښوونکي سره مخامخ شوم چې د ۱۲ کلونو لپاره يې ما ته د شاو لين مقلد بوکس رازده کړه کړې ده. بيا وروسته زه له خپلې کورنۍ سره تهران ته لاړم، د روزنې يو ټولګی مې پرانيست او تر اوسه د بېلا بېلو ښارونو ترمنځ خلکو ته د ګونګ فو د ور زده کړې لپاره تګ راتګ کوم.

که څه هم نوموړي په ايران کې د څو کلونو لپاره د چيني ګونګ فو تمرين کړی او څه شهرت يې هم موندلی، خو جعفري لا هم وغوښتل چې د چين شاو لين معبد ته ولاړ شي او ور څخه ليدنه وکړي. دغه معبد د چيني ګونګ فو د سرچينې په توګه بلل کېږي. په ۲۰۰۶ کال کې جعفري د لومړي ځل لپاره د چين په هه نان ولايت کې شاو لين معبد ته ولاړ، هتله يې د ۳ مياشتو لپاره تمرين وکړ او د مقلد بوکس يو سرټيفيکټ يې لاسته راوړ. هغه څرګنده کړه: شاو لين معبد ته د لومړي تګ په وخت کې زه په چيني او انګليسي ژبو پوره نه پوهېدم او دومره پيسې مې هم نه درلودې، خو د ګونګ فو کلتوري سرچينې د موندلو ليوالتيا مې درلوده. هغه وويل:

شاو لين معبد ته تګ له ماشومتوب څخه زما هيله وه. له هغه وخت راهيسې ما تل غوښتل چې چين ته ولاړ شم. کله چې زه شاو لين معبد ته ورسېدم، نو د سهار شاوخوا دوې بجې وې، خو په ۴ يا ۵ بجو مې د معبد زنګ اواز راپورته شوم. نو زه معبد ته ننوتم او و مې کتل چې زياتو زده کوونکو په منډې وهلو پيل کړی، نو زه هم د دوی په ډله کې شامل شوم. ما په شاو لين معبد کې څو مياشتې تېرې کړې او ډېر شی مې زده کړي دي.

ايران ته تر بېرته تګ وروسته جعفري د مقلد بوکس د پراخولو لپاره زيات کارونه کړي او اوس د ايران په زياتو ولايتونو کې خپل زده کوونکي لري. هغه د چيني ګونګ فو او د چين د دوديزې ښاماري نڅا د خپرولو لپاره د سور ښامار په نوم يو نړيوال سازمان هم جوړ کړ. د معلوماتو له مخې، دغه سازمان اوس د ايران په زياتو ښارونو کې د ګونګ فو کورسونه پرانيستي دي، د بېلګې په توګه تای جي بوکس او داسې نور. دغه سازمان هم د ښاماري نڅا خپلې ډلې لري چې نه يوازې په ايران، بلکې په ګروجستان، ارمنيا او ترکيه کې هم کله کله نندارې کوي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای