CRI Online

د چين او جرمني مهمو شخصيتونو د چين د پسرلني اختر هرکلی کړی

cri     (GMT+08:00) 2019-01-14 15:54:36

پر ځايي وخت د جنورۍ په يوولسمه نېټه د جرمني په فرانکفورټ کې د چين د عمومي قونسلګرۍ تر ملاتړ لاندې د هيډيلبرګ پوهنتون د کنفوسيوس پوهنځي او په هيډيلبرګ کې د چيني زده کوونکو او کارپوهانو د ګډې ټولنې له خوا جوړه شوې د ۲۰۱۹ کال د هيډيلبرګ سيمې د پسرلني اختر ماښامنۍ لمانځغونډه د جرمني په مشهور کولتوري ښار هيډيلبرګ کې تر سره شوه. د دې ښار او شاوخوا څو ښارونو کې چيني زده کوونکو،اوسېدونکو چينايانو او د جرمنيانو په ګډون څه د پاسه اووه سوه تنو سره يو ځای د چين د پسرلني اختر د رارسېدو هرکلی وکړ.

ياده ماښامنۍ لمانځغونډه په ۲۰۱۱ کال کې له جوړېدو راهيسې اتمه کلنۍ غونډه ده. دغه پروژه په پيل کې په بهر کې د اوسېدونکو چينايانو له خوا جوړه شوه او تر اوسه پورې په دې فعاليت کې د جرمنيانو د ګډونوالو انډول ۶۰ سلنې ته رسېدلی دی. په هيډيلبرګ کې د پسرلني اختر ماښامنۍ لمانځغونډه يوازې د چينايانو امتيازي حق نه دی،بلکې هر کال د جرمني په جنوب لوېديځ کې د چين او جرمني ترمنځ د کولتوري تبادلې يو لوی فعاليت ګرځېدلی دی.د هيډيلبرګ پوهنتون د کنفوسيوس پوهنځي مشر جای يي جيانګ وويل ،کله چې د جرمني دغه ښاريان ګډون کوي، ايا دوی زاړه خلک يا ماشومان دي، ځينې يې زموږ پخواني ملګري دي، خو موږ هرکال نوي مخونه او څېرې ګورو، کله چې دا جرمني ماشومان کوچني باڼسي څراغ واخلي او په خوښۍ سره لاړ شي، موږ په خپلو زړونو کې د مرستې احساس لا قوت واخلي. دا ماشومان ممکن مخکې د چين په اړه تاثرات نه درلودل، خو دا ځکه چې په دې ماښام کې، دا ډول ننداره، د دوی په ذهن کې د چين په اړه ډېر مثبت او ګرم تاثير پرېښی دی. موږ د دې ماشومانو د مسکاوو په ليدلو لپاره ډېر خوښيږو. "

لي های يان له هيډيلبرګ پوهنتون څخه فارغه شوې ده، که څه هم اوس کار کوي، هغه لا هم د پسرلني اختر د ماښامنۍ لمانځغونډې په وخت کې رضاکارانو ډلې سره ملګري او وخت واخيست. هغې وويل چې هر کال د پسرلني جشن لمانځغونډه نه يوازې په جرمني کې د چيني زده کوونکو او په بهر کې د چينايانو لباره د تبادلې فرصت برابروي ، بلکې د چين د پسرلني اختر د فضا او کلتور احساس کولو لپاره د جمنيانو ته يوه کړکۍ پرانيستلې ده.

زما د لابراتوار پروفيسران، کله چې د پسرلي جشن د لومړنۍ ماښامنۍ لمانځغونډه وليدله، له ما څخه وپوښتل چې آيا دا ماښامنۍ لمانځغونډه به په راتلونکي کال کې بيا هم تر سره شي؟ ډېر خلک به موږ سره په مستقيم ډول اړيکه ونيسي، دا ټکټ به وپلوري؟ نو موږ د هيډيلبرګ د پسرلني جشن د ماښامنۍ لمانځغونډې په دود وياړو او ددې کار او وياړ لپاره ډېرې هڅې کوو.

د هيډيلبرګ ښار پارلماني غړي جان ګرېديل وويل چې له چين سره نژدې اړيکې د هيډيلبرګ ښار لپاره ستر اهميت لري. لازيات چيني زده کوونکي او چينايان په هيډيلبرګ کې زده کړه او ژوند وکړي.د دې ډول ماښامنۍ لمانځغونډې په شان د کولتوري فعاليتونونو د جوړېدو له لارې نه يوازې د هيډيلبرګ ښار لپاره چيني توکي راوړل شوي ، بلکې د هيډيلبرګ او چين تر منځ واټن کمولو کې اغېزمن تماميږي.

په نړۍ کې د مشهور فرهنګي ښار په توګه هيډيلبرګ له چين سره د ډېرو کلونو لپاره نژدې اړيکې ساتلې. موږ ډېر وياړو چې د هيډيلبرګ پوهنتون کنفوسيوس پوهنځي او هيډيلبرګ ښار د چين او جرمني ترمنځ خبرو اترو پرمختګ کړی دی.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای