CRI Online

هند،د منځنۍ اسيا پنځه هېوادونه او افغانستان غواړي چې سيمه ييزې همکارۍ پياوړې کړي

cri     (GMT+08:00) 2019-01-14 15:51:48

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د هند او منځنۍ اسيا ترمنځ د بهرنيو چارو وزيرانو لومړی ډيالوګ د جنورۍ په ديارلسمه نېټه د ازبکستان په دوهم لوی ښار سمرقندکې تر سره شو.د هند،د منځنۍ اسيا پنځو هېوادونو او افغانستان د بهرنيو چارو وزيرانو په دې ډيالوګ کې ګډون کړی و او تر هغه وروسته يې د يوې اعلاميې په خپرولو سره داسې نيت وښوده چې غواړي خپلمنځيو همکاريو ته ادامه ور کړي او د دې سيمې د دواملرونکي پرمختګ لپاره هڅې وکړي.

د منځنۍ اسيا پنځو هېوادونو يعنې قزاقستان، قرغېزستان،تاجکستان،ازبکستان او ترکمنستان هم په دې ډيالوګ کې ګډون کړی و.برخه والو په دې ډيالوګ کې پر ترهګرۍ نيوکه وکړه او موافقه يې وکړه چې له هر ډول ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره همکارۍ وکړي.د دې ترڅنګ دوی د همکارۍ د پياوړتيا له لارې د هند او منځنۍ اسيا د هېوادونو ترمنځ د متقابلو ګټو پربنسټ د اړيکو د ټينګښت ،د منځنۍ اسيا د بېلابېلو هېوادونو ترمنځ د مالونو د ليږدولو او د سيمه ييز او نړيوال ليږدوونکي دهليز د جوړولو لپاره د اړوندو تدبيرونو په باب هم بحث وکړ.

برخه والو وزيرانو موافقه وکړه چې په ۲۰۲۰ کال کې به د هند په نوي ډيلي کې د هند او منځنۍ اسيا ترمنځ دوهم ډيالوګ تر سره شي او په ټاکلې موده کې به د دې ډيالوګ په ميکانيزم کې د ګډون لپاره افغانستان ته بلنه ور کړي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای