CRI Online

کابل کې د موټر بم بريد له امله ۴ کسان وژل شوي او ۱۱۳ نور ټپيان دي

cri     (GMT+08:00) 2019-01-15 09:38:02

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، افغان چارواکو د جنورۍ په ۱۴ مه نېټه د دې خبر پخلی وکړ چې په همدې شپه په کابل کې د پوليسو په نهمه حوزه کې د بهرنيانو د استوګنې يوې سيمې ته نژدې د موټر بم بريد وشو . د افغانستان د روغتيا وزارت چارواکو سينهوا اژانس ته وويل، چې د دغه بريد له امله د څو ښځو او ماشومانو په ګډون لږترلږه ۴ کسان وژل شوي او ۱۱۳ کسان نور ټپيان دي. دا چې د ځينو ټپيانو روغتيايي حالت ډېر سخت دی ، نو د مرګ شمېر ښايي نورهم زيات شي.

ځايي رسنيو خبر ورکړ چې ښايي د دغه بريد هدف د کابل په نهمه حوزه کې " ګرين وېلېج" وي چې پکې بهرنيان اوسيږي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای