CRI Online

د ورېښمو لارې په اوږدو کې د پرتو هېوادونو مشهورو شخصيتونو د شينجيانګ له مذهبي شخصيتونو سره خبرې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2019-01-15 17:13:22

په دې وروستيو ورځو کې د ورېښمو لارې په اوږدو کې د پرتو هېوادونو مشهور شخصيتونه چې د چين د ميډيا ګروپ په کوربتوب چين ته د ورېښمو لارې په اوږدو کې د پرتو هېوادونو د مشهورو شخصيتونو په سفر کې ګډون کوي، په اروموچي کې د اسلامي علومو پوهنځي ته ولاړل. په دې پوهنځي کې د ترکيې، مصر،افغانستان،پاکستان،بنګلاديش او سريلانکا په شمول د يادو هېوادونو د خبري رسنيو مشهورو خبريالانو د چين د مذهبي ازادې تګلارې په باب لامشخص معلومات تر لاسه کړل او د چين د اسلامي ټولنې له مرستيال او د شينجيانګ د اسلامي علومو پوهنځي له مشر عبدالرقيب تورنياز سره يې د نظريو تبادله وکړه.

(اواز.......)کله چې دغو مشهور شخصيتونه تعليمي ودانۍ ته ننوتلی، د زده کوونکو درسونو د لوستلو اوازونه پورته کېدل. د شينجيانګ له غولجا څخه راغلی اويغوري هلک اوشار چې د پنځه کلن لسانس درجې د تر لاسه کولولپاره په دې پوهنځي کې زده کړه کوي، ژر به له دې پوهنځي څخه فارغ شي. اوشار د راتلونکي کار د يادونې په ترڅ کې وويل ، زه به بېرته ټاټوبي ته ستون شم او ديني زده کړو مینوالو تدريس وکړم.

د دې پوهنځي مشر عبدالرقيب تورنياز د معلوماتو له مخې اوس په دغه پوهنځي کې د زده کوونکو شمېر ۶۳۰ دی او هغوي ته د چين ملي ژبې او ديني علومو په شمول درسونه ور کول کيږي.دغه پوهنځي د شينجيانګ په بېلا بېلو سيمو کې اته فرعي څانګې جوړې کړې چې پکې يې د زده کوونکو شمېر شپږ سوه اته اتيا دی. هغه وويل،د شينجيانګ د اويغور کورواکې سيمه هره مياشت د هغو زده کوونکو هر تن ته چې د لسانس درجې د تر لاسه کولو زده کړې کوي، شپږ سوه يوان جيب خرڅ ور کوي. د دې ترڅنګ د کاشغر،خوتن ،اقسو او جنوبي شينجيانګ په شمول له څلورو ځايونو څخه د راغلو کليوالو زده کوونکو د استوګنې لګښتونه په پوره توګه وړيا دي.سر بېره پردې په هر تعليمي کال کې ۹۰ سلنه زده کوونکي کولی شي چې څلور زره مرستندويه پيسې او سکالرشيپ تر لاسه کړي.

دغه پوهنځي نه يوازې د لسانس درجې د تر لاسه کولو لپاره زده کوونکو ته درسونه ور کوي بلکې د دې سيمې د اسلام دين ټولو تعليمي کارکوونکو ته ښوونيز کورسونه برابروي.تېر کال يې ۲۳۰۰ تنو ته ښوونيز کورسونه ورکړي او په ۲۰۱۹ کال کې به ۲۰۰۰ تنو ته ښوونې ور کړي.

د ترکيې د اې ټي وي خبريال ايدرال کوروکای تر مرکې وروسته په خوشحالۍ سره وويل، ډېرې ښکلې ودانۍ او عصري تأسيسات مو دلته وليدل او دغه حالت مو هم وليدلو چې زده کوونکي د قران کريم په لوستلو بوخت دي. دغه پوهنځي له هيلو څخه ډک دی.

له تعليمي ودانې څخه تر وتلو وروسته مشهورو شخصيتونو له يو جومات څخه هم ليدنه وکړه چې په عادي مذهبي فعاليتونو کې د زده کوونکو د ګډون لپاره د يادې سيمې د سيمه ييز حکومت له خوا جوړ شوی دی او پکې يو وخت کې څه باندې دوولس سوه کسان لمونځ کولی شي.

په دې جومات کې مشر عبدالرقيب تورنياز له دغو مشهورو شخصيتونو سره د چين د مذهبي ازادې تګلارې په باب د نظريو تبادله وکړه. هغه وويل،د چين حکومت په اساسي قانون کې د اتباعو د مذهبي ازادۍ حقونو د تامينېدو په تړاو مادې زياتې کړې او د مذهبي ديني ازادۍ د ساتلو په اړه قانون او مقررات يې خپاره کړي دي چې موخه يې له قوانينو سره سم د ديني پيرويانو د عادي مذهبي فعاليتونو تأمينول دي.د چين حکومت غوښتنه کوي ، هغه کسان چې ديني مذهبي عقيده لري،بايد د هغو کسانو چې ديني مذهبي عقيده نه لري،يو د بل درناوی وکړي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای