CRI Online

د چين صدراعظم لي که چيانګ په يوه غونډه کې د حکومتي کاري راپور د مسودې په هکله د ديموکراتيکو ګوندونو او ډلو وړانديزونه او نظرونه واوريدل

cri     (GMT+08:00) 2019-01-18 11:57:54

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو دايمي غړي او د چين صدراعظم لي که چيانګ د جنورۍ په اوولسمه نېټه د يوې غونډې مشري وکړه او پکې يې د حکومتي کاري راپور د مسودې په هکله د بېلا بېلو ديموکراتيکو ګوندونو د مرکزي کميټې،د صنايعو او سوداګرۍ د دولتي کميټې مسئولينو او د غيرګوندي ډلو استازو وړانديزونه او نظرونه واورېدل.

د چين د کومين تانګ د انقلابي کميټې او ديموکراتيکې ټولنې په شمول د اتو ديموکراتيکو ګوندونو او د سوداګرۍ او صنايعو د دولتي کميټې مسئولينو او د غير ګوندي شخصيتونو په دې غونډه کې ګډون درلود. لي که چيانګ وويل چې د حکومتي کارونو په هکله د يادو مسئولينو او استازو وړانديزونه نه يوازې د چين د کمونېست ګوند په مشرۍ د څو ګوندونو ترمنځ د همکارۍ او سياسي مشورو د نظام مهمې څرګندونې دي بلکې يوه داسې مهمه پروسه ده چې ترې د چين دولتي شورا تر ديموکراتيکې پلټنې او نظارت لاندې راځي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای