CRI Online

په پاکستان کې د چين لوی سفير ياو جينګ د دې هېواد د انرژۍ له وزير سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2019-01-18 14:37:46

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې په پاکستان کې د چين لوی سفير ياو جينګ د جنورۍ په اوولسمه نېټه د دې هېواد د انرژۍ له وزير عمر ايوب خان سره وکتل.دواړو خواوو د انرژۍ په برخه کې د چين او پاکستان ترمنځ د همکارۍ په باب د نظريو تبادلې وکړې.

سفير ياو جينګ وويل چې د چين او پاکستان ترمنځ دوستي د دواړو هېوادونو د خلکو په زړونو کې ده. د تېر کال په نومبر کې د پاکستان صدراعظم عمران خان په برياليتوب سره له چين څخه ليدنه وکړه او له چيني مشرانو سره يې د دواړو هېوادونو ترمنځ د هر اړخيزو ستراتيژيکو همکاريو د اړيکو د لاټينګښت او په نوې زمانه کې د دواړو هېوادونو د ګډ برخليک د ټولنې په هکله ګډو نظريو ته ورسيدل. د انرژۍ په برخه کې دوه اړخيزې همکارۍ د چين او پاکستان ترمنځ د اقتصادي دهليز مهمه برخه ده او له پنځو کلونو راهيسې په دې برخه کې مهم پرمختګونه موندل شوي دي.چين به د انرژۍ په برخه کې د پاکستان له پرمختګ څخه ملاتړ ته ادامه ور کړي،د عصري تخنيکونو د پلورلو او په بېلا بېلو چارو کې د دوه اړخيزې همکارۍ د پياوړتيا او د پاکستان د ټولنيز او اقتصادي پرمتخګ لپاره به خپلې هڅې وکړي.

عمر وويل چې زما کورنۍ له چين سره تړاو لري ،ځکه زما د نيکه يعنې د پخواني ولسمشر محمد ايوب خان د هڅو او کوښښونو له امله د چين او پاکستان ترمنځ دوستانه اړيکې پيل شوې وې. پاکستان له چين سره عنعنوي دوستانه اړيکې لري او د اوږدې مودې لپاره د چين له ملاتړ څخه ډېره مننه کوي.د چين او پاکستان ترمنځ اقتصادي دهليز د پاکستان د اقتصادي پرمختګ لپاره د اهميت وړ دی، نو پاکستان د دواملرونکو انرژيو ،د اوبو په وسيله د برېښنا توليدولو او د برېښنا د ليږدولو لاينونو په شمول د چيني تصديو د پانګونو هر کلی کوي تر څو په پاکستان کې د انرژۍ جوړښت ښه شي او دواملرونکي پرمختګ وموندل شي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای