CRI Online

وانګ يانګ د روسيې فدراسيون د مدني ټولنې له رئيس والېري فادېيف سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2019-01-18 14:59:54

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کمېټې رئيس وانګ يانګ د جنورۍ په ۱۷ مه نېټه د چين په پلازمينه بېجينګ کې د روسيې فدراسيون د مدني ټولنې د مشر والېري فادېيف په مشرۍ له پلاوي سره وکتل.

وانګ يانګ له نوموړي سره په خبرو کې وويل چې روان کال د دواړو هېوادونو ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو له ۷۰ مې کاليزې سره برابر دی.د چين د دولت رئيس شي جين پينګ او د روسيې د ولسمشر پوتين تر مشرۍ لاندې د دواړو هېوادونو ترمنځ هراړخيزې ستراتيژيکې همکاريزې اړيکې د تاريخ تر ټولو ښې مرحلې کې دي او د سيمه ييزې او نړيوالې سولې او ثبات لپاره يې مهم رول تر سره کړی دی. چين او روسيې په بېلابېلو ډګرونو کې د همکاريو له لارې زيات برياليتوبونه تر لاسه کړي دي، دواړه خواوې بايد سره يو ځای کوښښ وکړي او دوه اړخېزې همکارۍ دې پياوړې کړي، په هراړخيزو برخو کې دې د دوه اړخيزې حقيقي همکارۍ کيفيت او سويه لوړه کړي او د دواړو هېوادونو وګړو ته دې ګټې ورسوي. د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس ملي کمېټه به په مداومه توګه د چين اقتصادي ټولنې شورا او د روسيې فدراسيون له مدني ټولنې تر منځ همکارۍ زياتې کړي او د دواړو هېوادونو په اقتصادي برخو کې به د نظر تبادلو او همکاريو په اړه فعال رول ولوبوي تر څو د چين او روسيې تر منځ اړيکې په پوره توګه پرمخ لاړې شي.

والېري فادېيف وويل چې د روسيې فدراسيون مدني ټولنه غواړي د روسيې او چين تر منځ يو بل ته پېژندې، دوستۍ او همکارۍ د پياوړتيا لپاره خپل کوښښونه ورکړي.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای