د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون ينګ د جنورۍ په ۱۷ مه نېټه په يوه خبري ناسته کې د امريکا کانګريس له اړوندو غړيو څخه وغوښتل چې پر چيني شرکتونو دې بې دليله بنديزونه و نه لګوي.
د امريکا کانګريس ځينو غړو يوه قانوني لايحه وړاندې کړې چې غواړي امريکا د هوا وې، ZTE او نورو چيني مخابراتي شرکتونو ته پرزې صادرې نه کړي، ځکه چې د دوی په وينا دغو شرکتونو د دغه هېواد د صادراتو له اړوند قانون څخه سرغړونه کړې ده. وياندې هوا چون ينګ په دې اړه وويل چې د امريکا کانګرس د يادو غړيو کړه وړه د ځينو امريکايانو لخوا د يوې خوا د زيات ځاني پړسوب او له بلې خوا پر خپل ځان د باور د خورا کمښت څرګندونې دي. ټوله نړۍ د امريکا پر رښتيني نيت ښه پوهېږي چې ولې د دولتي ماشين په کارولو سره يې په هر ډول چلند د چين پرمختللي تخنيکي شرکتونه ځپي. حتی د امريکا ځينو شخصيتونو د يادو کړو وړو اصلي بڼې او ممکنو نتيجو ته هم ګوته نيولې ده.
(مينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |