CRI Online

امريکا د توغنديو د دفاعي تګلارو د ارزيابۍ راپور خپور کړ

cri     (GMT+08:00) 2019-01-18 16:15:18

د سينهو اژانس د خبر له مخې د امريکا د دفاع وزارت د جنورۍ په اوولسمه نېټه د توغنديو د دفاعي تګلارو د ارزيابۍ راپور خپور کړ .له دې راپور څخه څرګنديږي چې امريکا له ۲۰۱۰ کال راهيسې د لومړي ځل لپاره د توغنديو دفاعي تګلاره تازه کړې ده.

دغه راپور چې ۱۰۸ پاڼې لري ، د امريکا د دفاع وزارت د توغنديو د دفاعي ادارې له خوا خپور شوی او پکې د امريکا او د ملګرو هېوادونو پر وړاندې د موجودو توغنديو ګواښونه،د دې هېواد د توغنديو دفاعي توان او په راتلونکې کې د دفاعي توان د پياوړتيا او د اړوندو تخنيکونو څېړنيز لوري ياد شوي دي. په دې راپور کې وړانديز شوی چې د توغنديو دولتي دفاعي سيستم د پياوړتيا او د دفاعي سيستم ميزايل له لارې دې د بالستيکو توغنديو د ويجاړولو د شونتيا په باب څېړنه وشي او د ليزر وسلې وړونکې د بې پيلوټه الوتکو کارونه او د F-35 په نوم د جنګي الوتکو له لارې د توغنديو د ويجاړولو لپاره دې تخنيکونه وڅېړل شي او په کيهان کې د توغنديو د پلټوونکي دستګاه د ځای پر ځای کولو او د توغنديو د مخنيوي لپاره د اړوندو تجهيزاتو د کارولو ارزيابي دې وشي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای