CRI Online

په ۲۰۱۸ کال کې د چين دولتي تصديو ۱۷۰۰ مليارد يوانه ګټې کړي، چې د تاريخ تر نورو وختونو زياتې دي

cri     (GMT+08:00) 2019-01-18 17:09:02

د چين د دولتي شورا د ملي سرمايو د نظارتي کمېټې سرمنشي او خبري وياند پنګ هوا ګانګ د جنورۍ په ۱۸ مه نېټه په بېجينګ کې وويل، چې په ۲۰۱۸ کال کې د چين د هغو دولتي تصديو ګټې چې اداره يې د دغه هېواد د مرکزي حکومت لاندې ده،۱۷۰۰ مليارد يوانو ته رسیدلي چې دا د تاريخ تر نورو وختونو زياتې دي. د چين حکومت به د دولتي تصديو اصلاحاتو ته دوام ورکړي، د ملي سرمايو اداره به پياوړې کړي او د دولتي تصديو د نړيوالې سيالۍ توان د پياوړتيا لپاره به هڅې وکړي.

پنګ هوا ګانګ په همدې ورځ د چين د دولتي شورا د مطبوعاتي دفتر په خبري ناسته کې يادې څرګندونې وکړې. نوموړي وويل، چې په ۲۰۱۸ کال کې د چين د مرکزي حکومت تر مستقيمې ادارې لاندې د دولتي تصديو ګټې په چټک ډول زياتې شوې دي.

((د چين د مرکزي حکومت تر مستقيمې ادارې لاندې دولتي تصديو۲۰۱۸ کال کې 29100 مليارد يوانه عايدات ترلاسه کړي چې دا د ۲۰۱۷ کال په پرتله 10.1% زيات دي. اقتصادي ګټې يې ۱۷۰۰ مليارد يوانو ته رسيدلي چې د تاريخ تر هر بل وخت ډېرې او د ۲۰۱۷ کال په پرتله 16.7% زياتوالی ښيي. اصلي ګټې يې ۱۲۰۰ مليارد يوانه ښودل شوي چې د ۲۰۱۷ کال په پرتله 15.7% زياتې دي.))

په همدې ورځ خپرې شوې شمېرنې دا هم ښيي چې په تېر کال کې د چين د مرکزي حکومت تر مستقيمې ادارې لاندې د تصديو اصلي بيې ډېرې ټيټې، موثريت يې ډېر لوړ او پورونه يې ډېر کم شوي دي. د دې ترڅنګ په ثابتو سرمايو کې يې پانګې او ټولنې ته يې خدماتي انډول په پرله پسې توګه زيات شوی دی. په ۲۰۱۸ کال کې يادو تصديو په ټوليزه توګه ۲۲۰۰ مليارده يوانه ماليات تحويل کړي چې د ۲۰۱۷ کال په پرتله 5.7% زيات شوي دي . د ۲۰۱۸ کال تر پايه پورې د يادو تصديو د پورونو منځنی انډول 65.7% ښودل شوی چې د همدې کال د لومړنيو مياشتوپه پرتله 0.6% راټيټ شوی دی.

لږه موده مخکې د اقتصاد په اړه د چين د مرکزي حکومت په کاري غونډه کې پر دې ټينګار وشو چې د چين د دولتي تصديو اصلاحات بايد چټک شي. پنګ هوا ګانګ پدې اړه وايي، په راتلونکي کې به د ملي سرمايو د يادې نظارتي کمېټې دنده د تصديو له ادارې څخه د ملي شتمنۍ پر ادارې بدله شي، دغه راز د دغو تصديو د سوداګريزو چارو د روانېدو ميکانيزم او د اسهامي ونډو مالکيت به هم اصلاح شي.

پنګ هوا ګانګ همدارنګ زياته کړه چې که څه هم په روان کال کې د چين د اقتصادي پرمختګ پر وړاندې ناثابت عوامل ډېر دي، خو له ډېرو فرصتونو سره هم مخامخ يوو. حکومت به د دولتي تصديو د ګټود تضميمولو لپاره په څو برخو کې تدبيرونه غوره کړي څو دغه تصدۍ په نړۍ کې د تصديو د سرلارو په ليکه کې راشي.

((لومړی: په ښه توګه به د اړوندو خطرونو مخه ونيسو، دوهم: خپل ابتکاري قوت به پياوړی کړو او د اقتصادي پرمختګ د کيفيت د لوړولو لپاره به هڅې وکړو. درېيم: د اقتصادي جوړښت اصلاحات به چټک او ژور کړو. څلورم: د ادارې سويه به لوړه کړو . پنځم: د ملي شتمنۍ د ادارې موثريت به پياوړی کړو .))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای