CRI Online

د کامرون ولسمشر پاولبيا له يانګ جې چي سره ليدنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2019-01-19 20:22:38

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، پر ځايي وخت د جنورۍ په ۱۸ مه نېټه د کامرون ولسمشر پاولبيا په پلازمينه يااوندي کې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د ځانګړي استازي، د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو غړي، د يادې مرکزي کميټې د بهرنيو چارو د مرکزي کاري کميټې د دفتر له منشي يانګ جې چي سره ليدنه وکړه.

يانګ جې چي ولسمشر پاولبيا ته د رئيس شي جين پينګ نيکې هيلې او سلامونه وړاندې کړل. يانګ جې چي وويل چې د چين او کامرون تر منځ دوستي اوږد تاريخ لري. هغه دې ته اشاره وکړه چې چين او کامرون دې د بېلا بېلو برخو تر منځ تګ راتګ زيات کړي، د يو کمربند او يوې لارې ګډه جوړونه دې پياوړې کړي، په بېلا بېلو برخو کې حقيقي همکارۍ دې ژورې کړي او د دواړو هېوادونو تر منځ کلتوري تبادلې دې ټينګې کړي.

پاولبيا له يانګ جې چي څخه غوښتنه وکړه چې رئيس شي جين پينګ ته د ده نېکې هيلې او سلامونه ورسوي. هغه زياته کړه چې کامرون له چين سره اړيکو ته په درنه سترګه ګوري. کامرون غواړي له چين سره په څواړخېزو چارو کې تبادلې او همکارۍ ژورې کړي.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای