CRI Online

ایران: دښمن د ایران او اروپا اړیکې خرابوي

cri     (GMT+08:00) 2019-01-20 16:08:52
ایران: دښمن د ایران او اروپا اړیکې خرابوي

د ایران د اسلامي جمهوریت خبري اژانس خبر ورکړ چې د جنورۍ په ۱۹ نیټه د ایران خارجه وزارت ویاند بهرام قاسمی وویل چې د ایران او اروپایي هیوادونو ترمنځ په تیره بیا له هغو دری اروپایي هیوادونو سره چې له ایران سره یې ذروي تړون لاسلیک کړی دی، اوږدمهاله اړیکې د ځینو دښمنانو له شوم نیت سره مخامخ دی.

د خبري رسنیو د خبر له مخې د المان پوځ څو ورځې مخکې د امریکا د سي ای اې CIA د استخباراتو په مرسته یو افغان اصله الماني نیولی چې د المان پوځ لپاره یی د ژباونکي په توګه دنده تسره کوله. هغه په دې تورن دی چې څو ځله یې د ایران استخباراتي ارګان ته معلومات ورکړي وو.

نوموړي ویاند وویل چې نیول شوی تورن کس له ایران سره هیڅ تړاو نه لري. دښمن په داسې حساسه موده کې د داسی نیوکې له لارې غواړي د ایران او اروپا ترمنځ اړیکې خرابې کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای