CRI Online

اسرائيلو او چاد اعلان وکړ چې د دواړو هېوادونو ترمنځ ديپلوماتيکې اړيکې له سره پيل شوې

cri     (GMT+08:00) 2019-01-21 09:50:37

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې د چاد ولسمشر ادريس ديبي د جنورۍ په شلمه نېټه د اسرائيلو له صدراعظم بنجامين نيتانياهو سره د يوې ګډې اعلاميې په خپرولو سره په رسمي توګه اعلان وکړ چې د دواړو هېوادونو ترمنځ ديپلوماتيکې اړيکې له سره پيل شوې.

ولسمشر ديبي په همدې ورځ د اسرائيلو له صدراعظم نيتانياهو سره چې اوس په چاد کې په سفر بوخت دی، په يوه ګډه خبري ناسته کې وويل چې دواړو هېوادونو د دوه اړخيزو اړيکو پر اعاده کولو سربېره نور همکاريز تړونونه هم لاسليک کړل.نيتانياهو وويل چې دواړه هېوادونه به د امنيتي چارو، کرنې، خوړو،د اوبو سرچينو، انرژيو او روغتيا په برخو کې خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي او د دوه اړخيزې همکارۍ له لارې به له ترهګرۍ سره مبارزه وکړي.

نيتانياهو د اسرائيلو لومړی صدراعظم دی چې له چاد څخه ليدنه کوي. چاد په ۱۹۷۲ کال کې له اسرائيلو سره ديپلوماتيکې اړيکې پرې کړې وې او ولسمشر يې ديبي د تېر کال په نومبر کې د دوه اړخيزو اړيکو د بيا پيلولو لپاره له اسرائيلو څخه ليدنه وکړه.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای