د سينهوا اژانس د خبر له مخې فلسطين د جنورۍ په شلمه نېټه د اسرائيلو پر هغې پرېکړې نيوکه وکړه چې په ختيځ بيت المقدس کې به د فلسطيني کډوالو لپاره د م م د مرستو او پروګرامونو څانګې له خوا جوړ شوی ښوونځی بند کړي، او په دې اند دی چې دغه پرېکړه له نړيوالو قوانينو سره سم د فلسطيني کډوالو پر حقونو باندې تېری دی.
ياده څانګه په ۱۹۴۹ کال کې جوړه شوې چې عمده دنده يې د ختيځ بيت المقدس په شمول د اردن سيند په لويديځه غاړه، غزه ،اردن ، سوريه او لبنان کې ثبت شويو څه باندې پنځه مليونو فلسطيني کډوالو ته د بشري مرستو، ښوونې او طبي خدمت برابرول دي.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |