CRI Online

د امريکا ديموکرات ګوند د فيډرالي حکومت د ځنډ د حل په اړه د ټرمپ پلان نه مني

cri     (GMT+08:00) 2019-01-21 10:10:17

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا ولسمشر ډنالډ ټرمپ د جنورۍ په نولسمه نېټه په سپينه ماڼۍ کې يو پلان خپور کړ چې پکې د ځينو کډوالو ستنولو پيشنهاد شامل دی، څو له ديموکرات ګوند سره د خبرو اترو رکود مات کړي او د فيډرالي حکومت ځنډ پای ته ورسوي. خو ديموکرات ګوند ياد پلان نه مني.

د پارلمان د ولسي مجلس مشرې او د ديموکرات ګوند غړې نانسي پيلوسي د جنورۍ په نولسمه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، د ټرمپ پلان چې يوازې د پخوانيو رد شويو وړانديزونو ټولګه ده، د منلو وړ نه دی او په ولسي مجلس کې د تصويبېدو امکان نشته.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای