د چين د شمېرنې ملي ادارې د جنورۍ په ۲۱مه نېټه شمېرې خپرې کړې چې له مخې يې په ۲۰۱۸ کال کې د چين د کورنيو توليداتو عمومي ارزښت تر ۹۰ زره مليارډو يوانو زيات و چې د وړم کال په پرتله٪ ۶.۶ زيات شوی، دغه راز د پرمختګ ټاکلي موخه يعنې٪ ۶.۵ پوره شوې ده.
د ۲۰۱۸ کال د لومړۍ، دوهمې، درېيمې او څلورمې ربع د پرمختګ انډول په جلا جلا توګه ٪ ۶.۸ ، ٪ ۶.۷ ، ٪ ۶.۵ او ٪ ۶.۴ و.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |