د سينهوا اژانس د خبر له مخې د سوريې پوځ د جنورۍ په ۲۱مه نېټه وويل چې اسرائيلو د همدې ورځې په سهاروختي پر سوريې د توغنديو بريدونه وکړل چې د زياتره مخه د هوايي دفاعي سيستم له خوا نيول شوې ده.
د سوريې دولتي تلويزيون د دې هېواد د پوځي چارواکو په قول ويلي چې اسرائيلو د جنورۍ د ۲۱مې نيټې د سهاروختي له يوې بجې او لسو دقيقو څخه د توغنديو په وسيله د سوريې پر ځينو موخو د څو پړاوونو بريدونه وکړل ،خو لسګونه توغندي د سوريې د هوايي دفاعي سيستم له خوا شنډ کړای شوي دي. د خبر له مخې دغه توغندي د اسرائيلو تر کنترول لاندې له ګاليلي سيمې څخه راغلي دي.
له روانې مياشتې راهيسې سوريې څو ځله د هغو خبرونو پخلی وکړ چې اسرائيلو ور باندې هوايي بريدونه وکړل.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |