CRI Online

رجب طيب اردوګان: ترکيه تر خپلې ادارې لاندې د سوريې د منبيج د امنيتي چارو راوستلو ته چمتو ده

cri     (GMT+08:00) 2019-01-21 15:18:47

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوګان د روانې مياشتې د ۲۰مې نېټې په شپه د امريکا له ولسمشر ډنالډ ټرمپ سره په ټلېفوني خبرو اترو کې وويل، ترکيه دې ته چمتو ده چې بې له ځنډېدو پرته به د سوريې د منبيج امنيتي چارې تر خپلې ادارې لاندې وراولي.

د ترکيې د ولسمشرۍ ماڼۍ په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، اردوګان په تلېفوني خبرو اترو کې وويل چې د روانې مياشتې په ۱۶مه نېټه په منبيج کې پېښ شوی ترهګريز بريد يو لمسون دی او موخه يې له سوريې څخه د خپلو ځواکونو د ايستلو په اړه د امريکا پر پړېکړې اغېزه کول دي. نوموړي زياته کړه چې ترکيه دا مني چې د ترکيې د کردستان کارګرو ګوند او په سوريه کې د دغه ګوند فرعي ډله د سوريې ثبات ويجاړوي .

خو نوموړي د امنيتي چارو د صلاحيت د تر لاسه کولو وخت نه دی ياد کړی.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای