د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون اينګ د جنورۍ په ۲۱مه نېټه وويل، چې د فرانسې د ولسمشر د بهرنيو چارو مشاور فيليپ ايتين او د ايټاليا د بهرنيو چارو وزير اينزو مواويرو ميلانيسي په بلنو، د چين د دولتي شورا غړی او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي به د روانې مياشتې له ۲۳مې نېټې څخه تر ۲۶مې نېټې پورې فرانسې ته ولاړ شي او د چين او فرانسې د ۱۸م ستراتيژيک ډيالوګ د مشرانو په سلامشوره کې ګډون وکړي او ورپسې به له ايټاليا څخه ليدنه وکړي او هلته به د چين او ايتاليا ترمنځ د حکومتي کميټو په ۹مه ګډه غونډه کې ګډون وکړي.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |