د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د سوريې خبري رسنيو د جنورۍ په ۲۱مه نېټه خبر ورکړ چې په همدې ورځ د دغه هېواد په شمالي حسکه ولايت کې د موټر بم يوه چاودنه وشوه چې له امله يې د دغه هېواد ۴ کردي وسله وال وژل شوي او ۲ نور امريکايي سرتېري ټپيان شوي دي.
د سوريې خبري اژانس خبر ورکړ چې دغه چاودنه د حسکې ولايت په جنوب کې وشوه، په هغه وخت کې د امريکايي ځواکونو کاروان د پېښې له ځای څخه تېرېدل چې چاودنه وشوه.
د سوريې د بشري حقوقو څارونکي سازمان چې مقر يې د بريټانيې په لندن کې دی وويل، چې دغه چاودنه افراطي داعش ډلې وکړه.(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |