د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د پاکستان په جنوب لويديځ بلوچستان ايالت کې د جنورۍ د ۲۱ مې نېټې په شپه د يو بس او يو ټانکر د ټکر له کبله لږترلږه ۲۶ کسان وژل شوي او ۱۶ نور ټپيان دي.
د پاکستان خبري رسنيو خبر ورکړ چې دغه پېښه د بلوچستان د حب سيمې پر يوې لارې وشوه، يو بس چې تر ۴۰ ډېره سپرلۍ پکې وه، له يوه ټانکر سره مخامخ ټکر شو او بيا اورلګېدنه پکې وشوه. ژغورونکو له دغه بس څخه ۱۶ ټپيان وژغورل او ۲۶ نور جسدونه يې هم پيدا کړل. زياتره ژوندي کسان د اورلګېدنې له امله ټپيان شوي او له دې جملې څخه د ۵ تنو روغتيايی وضعيت ډېر سخت دي.(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |