CRI Online

تريسا مې به له اروپايي ټولنې څخه د بريتانيې د وتلو د تړون په اړه له دې ټولنې سره خبرو اترو ته دوام ورکړي

cri     (GMT+08:00) 2019-01-22 11:11:41

تريسا مې به له اروپايي ټولنې څخه د بريتانيې د وتلو د تړون په اړه له دې ټولنې سره خبرو اترو ته دوام ورکړي

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د بريتانيا لومړۍ وزيرې تريسا مې د جنورۍ په ۲۱مه نېټه وويل چې هغه له اروپايي ټولنې څخه د بريتانيې د وتلو د هغه تړون په اړه د بريتانيې له ځينو ګوندونو سره مشورې کوي چې مخکې رد شوی و. هغه به د دې تړون په اړه له اروپايي ټولنې سره خبرو اترو ته دوام ورکړي.

تريسا مې په همدې ورځ د بريتانيې د استازو په جرګه کې وويل، هغه په ياد تړون کې له اروپايي ټولنې څخه د بريتانيې تر وتلو وروسته د ايرلنډ د سرحد مسئلې په اړه د شمالي ايرلنډ د ديموکراتيک اتحاد ګوند په شمول له ځينو ګوندونو سره په سلامشورې بوخته ده. تريسا مې پر دې ټينګار وکړ، هغه دا فکر نه کوي چې له اروپايي ټولنې څخه د بريتانيې د وتلو وخت د ځنډېدو وړانديز به د استازو په جرګه کې ملاتړ ومومي. بله خوا، له اروپايي ټولنې څخه د بريتانيې د وتلو تړون لغوه کېدل په ۲۰۱۶ کال کې د بريتانيې د ټولپوښتنې له نتيجې څخه سرغړونه ده. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای