د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د ايران د شهيد بهشتي پوهنتون د سيمه ييزو موضوعاتو د څېړنيز انسټيټيوټ د چين مسئلې کارپوه محسن شريعتينيا څو ورځې مخکې زموږ له خبريال سره د مرکې په وخت کې وويل، د چين د کمونېست ګوند د اتلسمې مرکزي کمېټې د درېيمې عمومي غونډې د جوړېدو له پنځو کلونو راهيسې، چين د اصلاحاتو د ژورتيا په برخه کې څرګنده لاسته راوړنه تر لاسه کړې ده، په تېره بيا له فساد سره د مقابلې، د چاپېريال ساتنې او د ورخلاصون پراختيا په برخو کې.
محسن وويل، له دغو کلونو راهيسې، چين په برياليتوب سره له فساد سره مقابله کړې ده. د چاپېريال ساتنې په برخه کې چين هم برياليتوبونه تر لاسه کړي، څرنګه چې د چاپېريال ساتنې د تکنالوژۍ، برقي موټرو او دوامدارې انرژۍ په برخو کې د چين پانګونې د نورو هېوادونو په نسبت ډېرې زياتې دي. برسيره پر دې، چين نړۍ ته خپل بازار لا نور پرانيستی. له دې سترګې نشي پټېدای چې چين د اصلاحاتو د لا ژورتيا له لارې مثلا د لومړي وارداتي نندارتون په جوړولو سره نړۍ ته دا ښکاره کړې چې چين د دوهم لوی اقتصاد په توګه د تېر په پرتله لا نور پرانيستل شوی دی. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |