CRI Online

د چين د بهرنيو چارو وزارت: د يوې اويغوري ښځې د ((کيسې )) په اړه د سي ان ان خبر په بد نيت دروغ دی

cri     (GMT+08:00) 2019-01-22 17:00:02


د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون ينګ د جنورۍ په ۲۱مه نېټه په يوه خبري ناسته کې وويل، د چين د اړوندې څانګې له پلټنې سره سم، د يوې هغې اويغوري ښځې د پېښې په اړه د امريکا د سي ان ان خبر په بد نيت دروغ دی چې ويلي يې دي چې هغې د اورومچي په زندان کې د خپل بند په موده کې د ۹ اويغوري ښځو مرګ وليد او زوی يې د اورومچي د ماشومانو په روغتون کې مړ شو. چين هيله لري چې اړوندې خبري رسنۍ په جدي توګه د مطبوعاتو د مسلکي اخلاقو مراعات وکړي، خپل اعتبار او حيثيت وساتي او جعلي معلومات او خبرونه خپاره نه کړي. چين د امريکا د پارلمان له اړوندو غړو څخه غوښتنه کوي چې د اصلي حقيقيت درناوی وکړي، له ايديولوژيکي تعصب او د سړې جګړې له مفکورې څخه ډډه وکړي او د چين پر مذهبي پاليسۍ او د شينجيانګ د ادارې پر تګلارو له تهمت څخه لاس واخلي.

هوا چون ينګ وويل، چې د سي ان ان په خبر کې ياده شوې چې د ميهريګل تورسون په نوم اويغوري ښځه پخوا د شينجيانګ د باينغولن د مغولي قوم کورواکې سيمې د چرچن ولسوالۍ اوسېدونکې وه. هغې د ۲۰۱۰ کال په اګست کې په چين کې له يو ايراني سره واده وکړ او د ۲۰۱۲ کال په جنورۍ کې يې په مصر کې له يو مصري وګړي سره واده وکړ. د نوموړې له خوا د برابرو شوو معلوماتو له مخې، د ۲۰۱۵ کال په اپريل کې يې په مصر کې ۳ ماشومان پيدا شول چې نومونه يې په جلا جلا توګه مو عه ځه، مو ای ځه او ای لين نا دي او مو عه ځه او ای لين نا د ۲۰۱۵ کال په اکتوبر کې په چين کې د دايمي اوسېدو سند تر لاسه کړ. د ۲۰۱۸ کال په مارچ کې د ميهريګل مصري خاوند د چرچن ولسوالۍ د عامه امنيت ادارې ته وويل، چې ميهريګل د مصر تابعيت خپل کړی. نو د ميهريګل د خپلې هيلې سره سم او د اړوندو تشريفاتو له تر سره کېدو وروسته، د اپريل په ۲مه نېټه په چين د نوموړې او د هغې د دوو ماشومانو مو عه ځه اوای لين نا د دايمي اوسېدنې تابعيت لغوه شو. د اپريل په ۲۲مه نېټه ميهريګل، د هغې مېړه او دوه ماشومان يې مو عه ځه او ای لين نا سره په مصري پاسپورټونو چين څخه ووتل.

په دې هکله چې ميهريګل ويلي هغه د اورومچي په زندان کې بند شو او په دې موده کې يې د ۹ اويغوري ښځو مرګ وليد، هوا چون ينګ وويل،

(( د شينجيانګ د اړوندې څانګې د معلوماتو له مخې، نوموړې ښځې د ۲۰۱۷ کال د اپريل په ۲۱مه نېټه د قومي نفرت او نژاد د تحريک په تور د شينجيانګ د چرچن ولسوالۍ د عامه امنيت ادارې له خوا ونيول شوه. په دې موده کې دا ثابته شوه چې هغه پر ساري ناروغۍ اخته وه، نوموړې ادارې د ۲۰۱۷ کال د مې په لسمه نېټه د هغې جنايي توقيف لغوه کړ. دغه راز پر ياد شل ورځني جنايي توقيف سر بيره، ميهريګل په چين کې په پوره توګه ازاده وه. د ريکارډ له مخې، ميهريګل له ۲۰۱۰ کال څخه تر ۲۰۱۷ کال پورې يوولس ځله د چين، مصر، عربي متحده اماراتو، ټايلند او ترکيې ترمنځ تګ راتګ وکړ. په ساده ژبه، نوموړې هېڅکله د اورومچي د پوليسو له خوا په زندان کې نه ده بنده شوې او هېڅکله يې د مسلکي مهارتونو په ښوونيز او روزنيز مرکز کې تعليم نه دی کړي. نه پوهېږم چې د سي ان ان او د امريکايي پارلمان د شاهدۍ اورېدلو په غونډه کې د هغې د دې خبرو سرچينه څه ده؟ چې د بند په موده کې يې د نهو ښځو مرګ وليد او د پوليسو له خوا د زندان په يوه کوټه کې له نورو پنځوسو ښځو سره بنده شوه. ))

هوا چون ينګ د ميهريګل د زوی د مرګ په اړه د پلټنې نتيجه هم وښودله.

(( د پلټنې له مخې، د ميهريګل زوی ((مو عه ځه )) د سکاروي، هيدروسيفالوس او د ښي ورون په بېخ کې د انډيريکت هيرنيا په شمول د ناروغيو له امله په جلا جلا توګه د ۲۰۱۶ کال د جنورۍ له ۱۴مې څخه تر ۱۹مې نېټې پورې، د مې له ۶مې څخه تر ۱۲مې نېټې پورې او د نوبر له ۴مې څخه تر ۸مې نېټې پورې د ميهريګل او د هغې د خپلوانو له خوا د اورومچي د ماشومانو روغتون ته وليږل شو او د علاج لپاره بستري شو. د نوموړې بل زوی مو ای ځه د ۲۰۱۶ کال په جنورۍ کې د هغې په ملګرتيا ترکيې ته لاړ. نو د سي ان ان په خبر کې ياد شوي معلومات چې د ميهريګل په قول يو زوی يې د اورومچي د ماشومانو په روغتون کې مړ شو او هغه د خپل زوی د بستری کېدو په لامل خبر نه شوه، له حقيقت سره سمون نه لري او په بد نيت دروغ دی. ))

هوا چون ينګ وويل، ځينو لويديځو خبري رسنيو په دې وروستيو کې د هغو مشخصو شخصيتونو په قول خبرونه خپاره کړي چې نومونه يې څرګند دي، خو وروسته تاييد شوې چې دغه کسان په واقعيت کې موجود نه دي او يا يې معلومات رښتيني نه دي، د سي ان ان ياد خبر د دغو خبرونو تازه بېلګه ده.

له سي ان ان سره په مرکه کې له بې دليله خبرو پرته، ميهريګل د ۲۰۱۸ کال د نومبر په ۲۸مه نېټه د چيني چارو په اړه د امريکايي پارلمان د يوې کمېټې په غونډه کې د شاهدې په توګه خپله کيسه وويله، د هغې خبرې د اويغور د بشري حقونو تګلارې په اړه د مارکو انتونيو روبيو په شمول د امريکايي پارلمان د ځينو غړو له خوا د وړاندې شوې لايحې مهم بنسټ ګرځېدلی. هوا چون ينګ اړوند هېواد ته خبرداری ورکړی چې رښتينوالي ته دې ناروي ورکړي او د چين پر مذهبي پاليسۍ او د شينجيانګ د ادارې پر تګلارې له ناوړه تهمت څخه دې لاس واخلي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای