د چين د اقتصاد ورځپاڼې د خبر له مخې د چين د ولسي بانک او د پرمختګ او اصلاحاتو د دولتي کميټې په شمول اتو ادارو په دې وروستيو ورځو کې په ګډه له ۲۰۱۸ کال څخه تر ۲۰۲۰ کاله پورې د شانګهای د نړيوال پولي مرکز د جوړولو په تړاو عملي پلان خپور کړ. د دې پلان له مخې به په ۲۰۲۰ کال کې د شانګهای هغه نړيوال پولي بازاري مقام وټاکل شي چې پکې به د ژن مين بي يوانو په تړاو پولي توليدات عمده رول ولوبوي او د پولي سرچينو د ويشلو او پر نورو سيمو د اغېزې کولو توان به ولري.
د شانګهای ښاروالۍ د جنورۍ په ۲۲مه نېټه يوه خبري ناسته تر سره کړه او پکې يې د دې پلان د عمده تدبيرونو د نيولو په باب معلومات وړاندې کړل.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |