CRI Online

په پاکستان کې د چين نړيوالې راډيو د کانفوسيوس مکتب د پېښور پوهنتون ته د بسپنې په توګه کتابونه ورکړل

cri     (GMT+08:00) 2019-01-23 15:00:49

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د جنورۍ په ۲۲مه نېټه په پاکستان کې د چين د ميډيا ګروپ اړوند د چين نړيوالې راډيو د کانفوسيوس مکتب د پېښور پوهنتون کتابتون ته د بسپنې په توګه کتابونه ورکړل چې پکې په اردو ژبه د چيني ژبې د زده کړې کتابونه او په چين کې د پاکستاني پوهانو له خوا د خپلو سترګو حالاتو په اړه ليکل شوي کتابونه هم شامل دي. د پېښور پوهنتون وويل، چې دغه کتابونه د چيني ژبې د زده کړې په برخه کې د محصلينو لپاره لارښوونکی ارزښت لري.

د جنورۍ په ۲۲مه نېټه، د پېښور پوهنتون په کتابتون کې د يادو کتابونو د ورکولو مراسم تر سره شول. د نوموړي پوهنتون مرستيال محمد اصف خان مننه څرګنده کړه او و يې ويل چې دغه کتابونه به د پېښور پوهنتون د محصلينو لپاره د چيني ژبې د زده کړې مهمه سرچينه وګرځي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای