CRI Online

په پاريس کې د چين په کولتوري مرکز کې د پسرلني اختر د لمانځنې فعاليت تر سره شو

cri     (GMT+08:00) 2019-01-28 16:25:38

په پاريس کې د چين په کولتوري مرکز کې د جنورۍ په ۲۶ نېټه د چين پسرلني اختر د لمانځنۍ فعالیت ترسره شو، د لمانځنې په دغه فعالیت کې رنګارنګ څراغونه روښانه وو او د ياد مرکز فضا له جوش او خوشحالۍ څخه ډکه وه.

په دغه فعاليت کې چې د چين په کلتوري مرکز کې ترسره شو، څه د پاسه ۴۰۰ فرنسويانو ګډون کړی و.

په ياد کلتوري مرکز کې د پسرلني اختر په وياړ د خوشحالۍ مراسم د ماسپښين په ۳ بجو شروع شول او د شپې تر ۱۰ بجو پورې يې دوام درلود.

د يادو مراسمو موخه ځايي خلکو ته خوشحالۍ ورکول وو او بل دا چې فرنسويان د چين له پسرلني اختر سره اشنا شي او په راتلونکې کې يې د لمانځلوښه تجربه ولري.

د ياد مرکز په هال کې سور رنګه فانوسونه ځړول شوي وو او په دغو مراسمو کې د رنګارنګ څراغونو په روښانه کېدو سره د "خوشحال پسرلي " روښانه انځورونه راښکاره شول.

په پاريس کې د چين د کلتوري مرکز مدير يان جن چيون خبريالانو ته وويل چې ياد فعاليت د خوشحال پسرلي د جشنونو لړۍ ده او د دغه کلتوري مرکز لپاره تر ټولو لويه د کال خوشحالۍ ورځ ده.

دا د پسرلني اختر د لمانځنې په وياړ په پاريس کې د چين د کلتوري مرکز ځانګړی کلنی فعاليت دی او هر کال د چين له پسرلني اختر څخه مخکې د دغه کلتوري مرکز غړي او د دوی خپلوان او ملګري يوځای کېږي، نو دوی کولی شي د چين عنعنوي کلتور تجربه او احساس کړي.

د دې لپاره چې ځايي اوسېدونکي د چين د پسرلني اختر خوشحاله چاپيريال احساس کړي، پاريس کې د چين کلتوري مرکز رنګارنګ فرهنګي پروګرامونه ترتيب کړي او دلته هر څوک د نظريو تبادله کولی شي.

فرانسوي نندارچۍ سيلويان په لومړي ځل او په ډېرې لېوالتيا سره په ياد فعاليت کې برخه اخيستې وه. هغې د برش له لارې پر سور رنګ کاغذ د "فو" کلمه وليکله.

دا لومړی ځل دی چې په برش ليکم او دا ډېر ښه ښکاري. زه له برش سره ځانګړې مينه لرم.

د چای هنري ننداره، په دغه کلتوري مرکز کې د چين د دوديز چای د کلتور په اړه تفصيلي مالومات وړاندې شول، ځايي فرانسوي نندارچيانو د دوديز چيني کولتور په اړه ژور او هر اړخيز مالومات ترلاسه کړل. فرانسوي نندارچي بيرنارډ خبريال ته وويل ، چې دا يې لومړی ځل دی چې د چای ننداره يې وليده، هغه د چين پراخ او ژور کلتور ترې احساس کړ.

زما په اند د چای هنر ډېر ښه دی، ځکه له دې لارې د چينايانو له کلتوري نړۍ سره يوځای کيدای شو. د مثال په توګه، د چای چمتو کولو په بهير کې خلک ډېر ارام وي. دا نه يوازې يو ډول بهرنۍڅرګندونه ده، بلکې داخلي تمرکز هم دی.

د همدې ورځې په شپه د ياد مرکز فرانسوي زده کوونکو د نندارچيانو لپاره د دوديزې ملي موسيقۍ، د بېجينګ اوپېرا او د سندرو زمزمه کولو په ګډون يو لړ خوندور پروګرامونه وړاندې کړل. د ياد مرکز مدير يان جن چيوان وويل

زموږ موخه دا ده چې د چين د دوديز کولتور په ښودلو سره په کولتوري او سيلانيزو چارو کې چيني دوديز عنصرونه زيات شي او مونږ به له دې لارې د سيلانيز صنعت د لوړ کيفيت پرمختګ لپاره مرستې برابرې کړو.

بر سېره پر دې، په پاريس کې د چين کولتوري مرکز به د فرانسې له ليلې ښار او د پاريس د ۷مې سيمې له ځايي حکومت سره د چين د پسرلني اختر د لمانځنې فعاليتونه تر سره کړي .

  

  

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای