CRI Online

تبصره: چين او امريکا د سلامشورو پر بنسټ د مسئلو د حلولو نوې لارې چارې پيدا کوي

cri     (GMT+08:00) 2019-02-01 12:03:28

د چين او امريکا ترمنځ د اقتصاد او سوداګرۍ عالي سلامشوره پر ځايي وخت د جنورۍ په ۳۱مه نېټه په واشنګټن کې پای ته ورسېده. دواړو خواوو په تېرو دوو ورځو کې د دواړو مشرانو ترمنځ د ګډو نظريو له مخې چې په ارجنټاين کې تر لاسه شوې، د سوداګرۍ د برابرۍ، د تخنيک د تبديل، د پوهني مالکيت د ساتنې، د غير ګمرکي تعرفې د خنډ، خدمتي چارو، کرهنيزو چارو، د اړوندو نظريو د پلې کېدو نظام او د چين لخوا د پاملرنې وړ مسئلو په شمول پر ځينو مسئلو بحث وکړ. برخوالو د يادو مسئلو په شمول د ګډې علاقې وړ مسئلو په اړه د نظريو تبادلې وکړې او په صادق، مشخص او رغنده ډول يې د چين لخوا د پاملرنې وړ مسئلو په اړه بحث وکړ. په دغې سلامشورې کې د دې مرحلې مهمې لاسته راوړنې تر لاسه شوې. دغه راز، دواړو خواوو د راتلونکو مشورو په اړه مهالوېش او نقشه هم وټاکله.

يادې لاسته راوړنې د دواړو لوريو د توقع وړ او ډېر ارزښت لري. نو له تاريخي لحاظه به په مناسبه توګه د چين او امريکا ترمنځ د اقتصادي او سوداګريز اصطکاک حل د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون په نوې زمانه کې د بحران د له منځه وړلو لپاره نوی عمل وي. که د چين او امريکا ترمنځ اقتصادي او سوداګريز اصطکاک رامنځته کېږي او که نه، خو چين به اصلاحات او ورخلاصون پياوړی کړي. د دې ترڅنګ، د پام وړ ځای دا دی چې د امريکا ځينې غوښتنې د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون له لوري سره سمون خوري، نو که چين په مثبته توګه د امريکا د پاملرنې وړ مسئلو ته ځوابونه ورکړي، دا به د خپل هېواد د اقتصاد د ښه کيفيت لرونکي پرمختګ لپاره هم ګټور وي. دا د اوسنيو نړيوالو حالاتو د بدلونونو پر وړاندې د چين مؤثر تدبيرونه دي او په سلامشورو کې يې د اړوندو مسئلو د حلولو لپاره نوې لارې چارې راپيدا کړې.

اما دا هم نه انکارېدونکی حقيقت دی چې د چين اقتصاد د ياد اصطکاک له امله د نرمېدو له فشار سره مخامخ دی، خو د چين پرمختګ په مهم فرصت لرونکي ستراتيژيک حال کې دی او دغه حالت به د اوږدې مودې لپاره روان وي. اوسمهال چين د اقتصادي جوړښت د غوره کېدو او لوړ کېدو، د علمي او تخنيکي نوښت د توان د لوړتيا، د اصلاحاتو او ورخلاصون د ژورتيا، د زرغون پرمختګ د پياوړتيا او د نړيوال اقتصاد په اداري سيستم کې د ګډون په شمول په پنځو برخو کې زيارونه ايستلي دي او لا يې هم باسي. داسې تدبيرونه د اقتصادي او سوداګريز اصطکاک او بحران د له منځه وړلو لپاره د چين د باور او توان د لوړتيا سبب ګرځي.

دغه راز، امريکا په يادې سلامشورې کې څرګنده کړې چې دوی به د چين لخوا د پاملرنې وړ مسئلو ته جدي ځوابونه ورکړي. په عين وخت کې دواړه خواوې په دې نظر دي چې د دوو لوريو ترمنځ د اړوندو نظريو د پلي کېدو نظام جوړېدل او تطبيقېدل ډېر اهميت لري.

رښتيا ده چې په دغې سلامشورې کې د دې مرحلې مهمې لاسته راوړنې تر لاسه کول د امريکا لپاره د بحران د ليرې کولو په اړه يو فرصت هم دی.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای