CRI Online

په يوه کلي کې چيني خوب

cri     (GMT+08:00) 2019-02-04 17:09:52

(( ليانګ جيا هه )) د چين د شمال لويديځ په لوړه کې يو کوچنی کلی دی. شي جين پينګ له ۱۵ کلنۍ څخه تر ۲۲ کلنۍ پورې د خپلې ځوانۍ موده په نوموړي کلي کې تېره کړه او هلته يې په لومړي ځل له يو رښتيني چيني کلي سره تماس نيولی. هغه د ټولنې د بنسټيزې کچې له خلکو څخه د تر لاسه شويو معلوماتو او افکارو له امله د تلپاتې ژوند موخه ټينګه کړې چې د خلکو لپاره رښتينې ګټورې چارې تر سره کړي. د خلکو د ژوند په اړه د شي جين پينګ د کيسو د لړۍ خپرونې لومړۍ برخه تاسو ته وړاندې کوم چې نوم يې دی (( په يوه کلي کې چيني خوب )).

د ۲۰۱۵ کال د سپتمبر په ۲۲ مه نېټه، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ چې له امريکا څخه په رسمي لېدنه بوخت و، په واشينګټن ايالت کې د ځايي حکومت او امريکايي دوستانه ټولنو له خوا د ده د هرکلي په يوه مېلمستيا کې له ګډونوالو سره يوه داسې کيسه شريکه کړه.

(( د تېرې پېړۍ د شپېتمې لسيزې په پای کې د څه باندې لس کلنۍ په عمر له بېجينګ څخه د شان شي ولايت د يان ان ښار ليانګ جيا هه کلي ته ولاړم او هلته مې د يو بزګر په توګه ۷ کاله تېر کړل. ورپسې په دې کلي کې د چين کمونېست ګوند د فرعي څانګې مسئول وټاکل شوم او په توليدي چارو کې مې د کليوالو لارښوونه کوله. يوه هيله مې درلوده چې کليوال په غوښو ماړه شي او هميشه غوښې وخوري. ))

په ۱۹۶۹ کال کې ۱۵ کلن شي جين پينګ او نور اوولس مليونه ځوانان د هېواد د پېشنهاد سره سم د ځان ازموينو لپاره له ښارونو څخه کليو ته ولاړل. هغه د کار په ۷ کلنې تجربې سره له لارې د بېجينګ ښار له ځوان څخه پر يو زحمتکش کليوال بدل شو. د ليانګ جيا هه ۶۳ کلن کليوال شه چون يانګ د هغه وخت کيسه ياده کړه:

(( په ژمي کې د بند جوړولو په وخت کې شي جين پينګ له ځنډ پرته په يخ شويو اوبو کې د کنګل له منځه وړلو ته لاس واچوه او دې ته يې هيڅ پام و نه کړ چې يخ به مې ووهي او ناروغ به شم. ))

شي جين پينګ په ورځپاڼه کې د سه چوان ولايت په کليو کې د متان ګازو ذخيرو د جوړېدو په اړه خبر ولېد او د خپلو پيسو په لګولو سره يې د سه چوان په ميان يانګ ښار کې د اړوند تخنيک زده کړې وکړې او بېرته يې په ليانګ جيا هه کې د شان شي ولايت د متان ګازو لومړۍ ذخيره جوړه کړه. هغه وويل

(( د لومړۍ ذخيرې جوړونه له ستونزو څخه ډکه وه. د ذخيرې پر دواړو غاړو اوبه د لوړېدو په حال کې وې، خو ګاز پيدا نه شو. ورپسې ګاز پورته شو، غايطه مواد يې زما مخ ته راوشيندل. ))

هغه له کيوالو سره ډوډۍ وخوړې او ګډ ژوند يې وکړ، د سړکونو او د متان ګازو د ذخيرو په جوړولو کې يې ګډون درلود، د چين په کمونېست ګوند کې شامل شو او د دې کلي د ګوندي څانګې د مسئول دنده يې پر غاړه واخېسته. شي جين پينګ د ۷ کلن کليوال ژوند له لارې انکشاف تر لاسه کړی او خپل هوډ يې لا ټينګ کړی. هغه په يوه ليکنه کې ليکلی چې د خلکو د يو خدمتګر په توګه زما بېخ د شان بې سيمې په لوړه کې پروت دی، ځکه هلته زما نه بدلېدونکې اراده روزل شوې چې د خلکو لپاره دې ګټورې چارې تر سره کړم.

(( دا بېخي ارزښت لري چې د خلکو قوت او اصلي بڼه مې کتلی، په رښتيني ډول مې په عام ولس او ټولنې پوه شوم. له واقعيتونو څخه د چارو د قوانينو پېژندلو فکرونه په هغه موده کې پيدا شوي او تر اوسه په هر وخت کې زما لپاره اغېزمن دي. ))

شي جين پينګ د ليانګ جيا هه د منظرو او د دې کلي له هرې کورنۍ سره بلد دی. هغه د ۲۰۱۵ کال د پسرلني اختر د رارسېدو په درشل کې بېرته هغه کوچني کلي ته ستون شو او له اشنايي کليوالو سره يې لېدنه وکړه.

(( جانګ عر، اينګ عر، اينګ چون، ستا پلار او مور چېرې دي؟ ))

شي جين پينګ له امريکا څخه د لېدنې په وخت کې د ياد سفر د يادولو په اړه وويل

(( ليانګ جيا هه له پخوا سره يو شان نه دی، قير سړکونه جوړ شوي، ګليوال په نويو کورونو کې ژوند کوي او له انترنيت څخه استفاده کوي. زاړه کسان له اصلي بيمو څخه ګټې اخلي، کليوال له طبي بيمو څخه ګټې اخلي، ماشومانو ښه ښوونه خپل کړي. غوښي پرېما نه دي. دې زما فکر ټينګ کړی چې چيني خوب د خلکو خوب دی، يوازې د نيکمرغه ژوند په اړه د چينايانو له هيلو سره په نښلولو پوره کېدای شي. ))


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای