CRI Online

د نورو هېوادونوډول ډول توکي د چينايانو په پسرلني اختر کې ډېر زيات شوي

cri     (GMT+08:00) 2019-02-07 16:19:27

د چين د پسرلني اختر په موده کې د ډول ډول توکو اخيستل لا هم د چينايانو لپاره ډېر مهم دي او د روان کال د دغه جشن په موده کې د خلکو د توکو رانيولو په لېستونو کې د نورو هېوادونو د توکو ډولونه او شمېر ډېر زيات شوی. د بېلا بېلو هېوادونو رنګا رنګ توکي د چين د ملکي خلکو په کورونو کې ډېر تر سترګو کېږي او په چين کې يې د لګښتونو زياتوالی هڅولی دی. له دې څخه څرګندېږي چې ورخلاصون چين او نړۍ ته زيات فرصتونه رسوي.

د چين د وارداتو له نړيوال نندارتون څخه وروسته په لومړي پسرلني اختر کې د نورو هېوادونو توکي په هر ځای کې تر سترګو کېږي. په ځانګړې توګه د وارداتو په اړه د تګلارو د بشپړتيا سره خلک له زياتو لارو د نورو هېوادونو مالونه اخيستلی شي. د شان شي ولايت په شي ان ښار کې د چين او اروپا تر منځ د اورګاډو په وسيله د پسرلني اختر د توکو اخيستلو په فيستيوال کې ځايي اوسيدونکو ته د اروپا او منځنۍ اسيا د څه دپاسه څلويښتو هېوادونو او سيمو شيان پلور کيږي، د هه نان ولايت په جنګ جو ښار کې د توکو اخيستلو په مرکز کې د روسيې، جرمني، ايټاليا، فرانسي او جاپان په شمول د څه دپاسه ۷۰ هېوادونو تر يو لکو ډولونو زيات شيان پيدا کېږي او هر څوک کولي شي چې پر ته له ماليې يې واخلي، د جه جيانګ ولايت په يي وو ښار کې اوسيدونکو د واردونکو سوداګريزو توکيو د اخيستلو په فيستيوال کې د نژدې شلو مليونو امريکايې ډالرو په ارزښت واردونکي شيان اخيستلي دي.

د چين د پسرلني اختر په موده کې د نورو هېودونو د ډېرو زياتو شيانو اخيستل د دې څرګندويي کوي چې د چين بازار په پر له پسې توګه نړۍ ته د خلاصېدو په حال کې دی. د څلويښتو کلونو له هلوځلو وروسته په چين کې په هراړخيزه توګه، په زياتو کچو او ساحو کې د ورخلاصون شکل رامنځته شوی دی. د چين کمونېست ګوند د نولسمې دورې په ملي ولسي کانګرس کې دې ته اشاره شوې چې په چين کې د اقتصاد د چټکې پرمختيا پړاو د لوړ کيفيت پر پړاو بدلېږي. په چين کې د پرمختيا د نوی هدف او د بهرني پيچيلي چاپيريال په وړاندې دولت رئيس شي جين پينګ وويل چې په تېرو څلويښتو کلونو کې د چين اقتصادي پرمختيا د ورخلاصون په شرايط کې عملي شوې او په راتلونکې کې د لوړ کيفيت لرونکي اقتصادي پرمختيا بايد د لا نور ورخلاصون په حال کې تر سره شي. دا څرګنده ده چې د ورخلاصون پياوړتيا د چينايانو د ښکلي ژوند د اړتياوو او د لوړ کيفيت لرونکې د پرمختيا اړينې غوښتنې دي او د اوسنيو پيچېلو نړيوالو حالاتو په مقابل کې د چين واقعي تګلاره هم ده.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای