CRI Online

د بهرنيانو په سترګو کې د چين پسرلنی اختر

cri     (GMT+08:00) 2019-02-11 16:02:10

د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون بهير له چټکتيا سره په دې وروستيو کلونو کې د بېلا بېلو هېوادونو وګړي په دې پوهيدلي چې د چين د پسرلني اختر کلتوري مفهوم د کورنۍ د پياوړو اړيکو جوړونې، د کورنۍ د غړو يوځای کېدنې او همغږۍ او د ټولو شيانو د نوې کولو په مانا دی.

د روان کال د پسرلني اختر په موده کې په بېجينګ کې د امپراطورۍ ماڼۍ، تيان تان او نان لوه ګو شيانګ په ګډون ډېرو مشهورو تاريخي ځايونو زيات شمېر بهرني سيلانيان راجلب کړي او په ډېرې خوشحالۍ له پسرلني اختر څخه خوند اخلي.

"زه پوهېږم چې پسرلني اختر د چينايانو لپاره ډېر مهم دی. "

"د نوي کال پيل ډېر مهم دی ،ځکه تېر کال سره خدای پاماني کوو او د اور لوبو له لارې د نوي کال هرکلی کوو. خلک کورونو ته ځي او له خپلو کورنيو سره دغه لوی اختر لمانځي."

"دا فانوسونه د خلکو لارښوونه کوي چې کور ته لاړ شئ. د فانوسونو رنګ سور دی او د چينايانو يو ډېر مشهور رنګ هم دی چې د سمسورتيا استازيتوب کوي، پدې وخت کې به خلک د نوي کال لپاره دعاګانې وکړي. "

"پسرلنی اختر مو مبارک شه! هرڅه په نوي کال کې ښه روان دي!"

د بېجينګ برسېره، د چين په نورو ځايونو کې هم د پسرلني اختر په وياړ ډول ډول دوديز کولتوري فعاليتونه تر سره کېږي او ډېر بهرني سيلانيان راجلبوي. له سربيا څخه جيليکا سيپيک وايي چې د چين پسرلني اختر او لوېديځو جشنونو ترمنځ ورته والی شتون لري. د بېلګې په توګه، د کورنۍ ټول غړي سره يو ځای کېږي او رنګارنګ خواړه تياروي او بيا يې په ډېر خوند خوري.

لومړی، د چين پسرلنی اختر د کورنۍ د غړو د بيا يوځای کېدنې مانا لري او په دې وخت کې يوه لويه کورنۍ مېلمستيا جوړوي.

بر سېره پر دې، په دې وروستيو کلونو کې سيلاني د چين د پسرلني اختر په موده کې نوی دود ګرځېدلی دی. د چين د سيلانۍ د څېړنيز انسټيټيوټ له شمېرنې سره سم د ۲۰۱۹ کال د پسرلني اختر په موده کې په چين کې د سيلانيانو شمېر ۴۱۵ ميليونه تنه وو چې دغه رقم د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۷ اعشاريه ۶ سلنه زيات شوی او د سياحت عوايد ۵۱۳ اعشاريه ۹ مليارډه يوانه وو چې دغه رقم د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۸ اعشاريه ۲ سلنه زيات شوی دی.

له فليپين څخه ريو خبريال ته وويل، پسرلنی اختر د چين او هر چينايي لپاره يو ډېر مهم اختر دی. دا پدې مانا ده چې له تېر کال سره خدای پاماني کوي او نوي کال ته ښه راغلاست وايي. دا معنا لري چې خلکو ته ښې هيلې وړاندې کړي. د ټولو لپاره،نوی کال له اميد څخه ډک وي او ښه او غوره کال وي او په نوي کال کې هرڅوک سترې هيلې لري.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای