CRI Online

د ايران د اقتصادي پانګونې او تخنيکي مرستې سازمان مشر: اصلاحات او ورخلاصون سم انتخاب دی

cri     (GMT+08:00) 2019-02-13 15:52:03

د ايران د اقتصادي پانګونې او تخنيکي مرستې سازمان مشر: اصلاحات او ورخلاصون سم انتخاب دی

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې د پلې کېدو د ۴۰مې کليزې په ياد غونډه کې وويل، له ۴۰ کلونو راهيسې حقيقت دا ښيي چي د چين پرمختګ د پراخو پرمختيايي هېوادونو لپاره بډايه تجربې برابرې کړې دي. د ايران د اقتصادي پانګونې او تخنيکي مرستې سازمان مشر احمد جمالي څو ورځې مخکې زموږ له خبريال سره په مرکه کې وويل، اصلاحات او ورخلاصون د چين سم انتخاب دی او فعاله اغېزې يې پر ګردې نړۍ خورې شوې دي.

احمد جمالي وويل، اوسنی چين له ۴۰ کاله مخکې د چين په نسبت ډېر بدل شوی او اوس د نړۍ په اقتصادي برخه کې مهم رول لوبوي. د نړيوال بانک او نړيوال پولي صندوق لخوا د خپرو شويو شمېرو له مخې، له ۲۰۱۰ کال راهيسې، په نړيوال اقتصاد کې د چين رول مخ په زياتېدو کې و. هغه وويل

((په تېرو ۴۰ کلونو کې د چين اقتصاد ګړندی پرمختګ کړی او دا ښيي چې چين د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې غوره کول يوه سمه پرېکړه ده. دغې تګلارې پر ټولې نړۍ فعاله اغېزه کړې ده، مثلا د توليدي چارو او ويشلو چارو د نړيوال کېدو د هڅولو په برخه کې دغې تګلارې مهم رول لوبولی دی. دغې تګلارې د چين په دننه کې اقتصادي پرمختګ هڅولی، په اقتصادي جوړښت کې يې ښه والی راوستلی، د پيسو پړسوب يې کم کړی، وارداتي او صادراتي سوداګري يې اسانه کړې او د علمي تخنيکونو پرمختګ يې پرمخبيولی دی. ))

احمد جمالي د ايران په ياد سازمان کې څه باندې شل کاله کار کړی او څو ځلې يې چين ته سفرونه کړي دي. هغه وويل، په هر څو کلونو کې چين ته د سفر په وخت کې يې د اقتصادي پرمختګ برياليتوبونه ليدلي، مثلا د خلکو عايدات لوړ شوي او د ژوند شرايط يې لا نور بشپړ شوي دي. د ده په اند، د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې د برياليتوب يو مهم لامل دا دی چې چين له خپلو ځانګړتياوو سره سم ګام په ګام دغه تګلارې پلې کړې. هغه وويل

((په تېرو ۴۰ کلونو کې د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې ګام په ګام ترسره شوې دي. چين د اقتصادي تګلارې يوه څرګنده ځانګړتيا لري، د چين دروازه په يو وار نړۍ ته نه وه پرانيستې، بلکې د نورو برخو له پرمختګ سره سم يې خپله دروازه د نړۍ پرمخ پرانيسته، مثلا د اقتصادي جوړښت له بدلون او د کلتور او ټولنې د پرمختګ له حالاتو سره سم يې ګام په ګام خپله دروازه پرانيسته. د نورو هېوادونو په نسبت د چين د اصلاحاتو يوه مهمه ځانګړتيا دا ده چې له اړوند نظام سره سم ګام په ګام پرمخ لاړ دی. ))

جمالي وويل، د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې د پلې کېدو يوه نتيجه دا ده چې چين د نړۍ کې د لويو توليدونکو او صادرونکو هېوادونو په لېست کې راغلی او اوس په نړۍ کې د توکو د معاملو تر ټولو زياته اندازه لري. هغه وويل، د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې د برياليتوب يو بل مهم لامل دا دی چې چين د اصلاحاتو او ورخلاصون له پخوانيو کارونو څخه تجربې تر لاسه کړي او په راتلونکې مرحله کې يې د کار محتويات تعديل کړي دي. ده وويل

((د تېرې پېړۍ په نهمه لسيزه کې د چين اصلاحات د طرحه کېدو په حال کې و، بيا وروسته پلی شول. د يووشتمې پېړۍ په سر کې د اصلاحاتو برياليتوب يې ښکاره شو، په تېره بيا تر ۲۰۱۴ کال وروسته د چين پلانونه ټول بريالي وو. برسيره پر دې، د يو کمربند او يوې لارې د جوړونې وړانديز هم د چين پر اقتصادي اصلاحاتو مهمه اغېزه کړې او د دې وړانديز په وړاندې کېدو سره د دې هېواد اصلاحات لا پراخ او ژور شوي او په اروپا او اسيا کې د چين اغېزه نوره هم پياوړې شوې ده. ))


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای