CRI Online

تبصره: د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د لومړي ځل لپاره د امريکا له سوداګريزو استازو سره وکتل او د دواړو هېوادونو مشران د اقتصادي او سوداګريز بهير لارښوونه کوي

cri     (GMT+08:00) 2019-02-16 15:39:57

د چين او امريکا د اقتصاد او سوداګرۍ د عالي رتبه سلامشورو شپږم پړاو د فبرورۍ په ۱۵مه نېټه په بېجينګ کې پای ته ورسېد. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د سوداګرۍ په اړه د امريکا له استازي روبرټ لاغتيزير او د ماليې له وزير سټيفن منوچين سره وکتل چې د امريکايي پلاوي په مشرۍ يې د سلامشورو په ياد پړاو کې ګډون درلود. رئیس شي جين پينګ په دغه کتنه کې پر دې ټينګار وکړ چې چين او امريکا يو له بل څخه نه شي جلا کېدای. که دواړه هېوادونه همکارۍ وکړي، ګټې به زياتې شي او که دواړه هېوادونه سيالۍ وکړي، زيانونه به ورسېږي، نو همکاري ډېر ښه انتخاب دی. شي جين پينګ هيله څرګنده کړه چې دواړه ډلې د ده او ولسمشر ټرمپ لخوا د ټاکل شويو اصولو او لوريو سره سم تګ راتګ پياوړی کړي، همکارۍ نژدې کړي، توپيرونه کنترول کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصاد او سوداګرۍ د همکاريو او دوه اړخيزو اړيکو د سالم او ثابت پرمختګ د پياوړتيا لپاره ګډ کوښښونه وکړي.

دا د تېر کال په فبرورۍ کې د چين او امريکا ترمنځ د اقتصادي او سوداګريز اصطکاک له سختېدو او د دوه اړخيزو سوداګريزو سلامشورو له شروع کېدو راپدېخوا لومړی ځل دی چې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د امريکا له سوداګريزو استازو سره وکتل. له دې څخه څرګندېږي چې د سلامشورو په دې پړاو کې د هغه پړاو په پرتله ستر پرمختګ شوی چې دوه اوونۍ مخکې په واشنګټن کې تر سره شو، او د دواړو هېوادونو مشران د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګريز اصطکاک د حلولو په بهير کې د کليدي لارښوونکو رول لوبوي.

د څيړونکو په اند، رئيس شي جين پينګ په يادې کتنې کې څو څو ځله پر دوه اړخيزې همکارۍ ټينګار وکړ. له دې څخه د چين صداقت او ښه نيت څرګندېږي چې د همکارۍ له لارې اوسنی اصطکاک حل کړي. رئيس شي دې ته اشاره وکړه چې د اصولو پر بنسټ دې دوه اړخيزې همکارۍ تر سره شي. له دې څخه ښکاري چې د اقتصاد او سوداګرۍ په اړه د چين او امريکا ترمنځ د همکاريو مخکښ شرط دا دی چې د چين مرکزي ګټو او د خلکو اساسي ګټو ته زيانونه ونه رسېږي.

په تېرو درېيو مياشتو کې د چين او امريکا اقتصادي او سوداګريزو ډلو د دواړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ د تر لاسه شويو ګډو نظريو تر لارښوونې لاندې متقابل تګ راتګ کړی او پر سلامشورو بوختې وې. په دې پړاو کې دواړو خواوو د تکنالوژۍ د تبديل، د پوهنې ملکيت حق د ساتنې، له ګمرکي مالياتو پرته د تعرفې خنډ، خدمتي صنعت، کرهڼې، د سوداګرۍ د برابرۍ او عملي نظام په شمول د ګډې علاقې وړ او د چين لخوا د پاملرنې وړ مسئلو په باب د نظريو ژورې تبادلې وکړې او د عمده مسئلو په باب اصلي ګډې نظريې يې تر لاسه کړې دي. دغه راز، دواړو خواوو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګريزو مسئلو په اړه د تفاهم ليک پر سند هم بحث وکړ. دواړه خواوې به د دواړو هېوادونو د مشرانو لخوا د ټاکل شوي مهالوېش له مخې کارونه وکړي او موافقې ته د رسېدلو لپاره به هڅې وکړي او په راتلونکې اوونۍ کې به په واشنګټن کې د سلامشورو نوي پړاو ته دوام ورکړي.

له يادو پايلو څخه څرګندېږي چې د دواړو خواوو په سلامشورو کې مطالب پراخ او ژور دي او دواړو خواوو د عمده مسئلو په اړه اصلي ګډې نظريې تر لاسه کړې دي. د همکاريو لېست ګام په ګام زياتېږي او د توپيرونو لېست ورځ په ورځ کمېږي. دغه راز، له يادو اصلي ګډو نظريو څخه د امريکا پاملرنې او هم د چين پاملرنې څرګندېږي، دا د مساواتو او ګډو ګټو اصول دي.

د پاملرنې وړ ځای دا دی چې چين او امريکا ټول تاوده نيتونه لري چې په ټاکلي وخت کې د اقتصاد او سوداګرۍ تړون لاسليک کړي. ښاغلي روبرټ لاغتيزير او سټيفن منوچين په دغه کتنه کې وويل، چې په تېرو دوو ورځو کې دواړو خواوو د مهمو او ستونزمنو مسئلو په اړه نوی پرمختګ موندلی دی. که څه هم زيات کارونه پاتې دي، خو هيله مندي هم ورسره مل ده.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای