CRI Online

لوېديځې خبري رسنۍ څنګه کېسې جوړوي؟

cri     (GMT+08:00) 2019-02-17 22:17:21

په دې وروستيو کې د سوريې په اړه يو خبر د نړيوالو پام وړ ګرځېدلی دی: د بې بې سي فلم جوړونکي ريام دالاتي وايي، چې هغه له شپږ مياشتنې پلټنې وروسته دا ومونده چې د ۲۰۱۸ کال په اپريال کې د سوريې په دوما علاقه دارۍ کې د کيمياوي وسلو د بريد په اړه ويډيو د ډايريکټر له خوا طرحه او جوړه شوې وه. خو د دغې ويډيو له خپرېدو وروسته امريکا، بريتانيا او فرانسې پر سوريې هوايي بريدونه پيل کړل چې په دې ويډيو کې وړاندې شوی د کيمياوي وسلو د بريد په اړه وضعيت د دوی د هوايي بريدونو مهم بنسټ بللی شو.

د حيرانتيا وړ خبره دا ده چې د عمده لويديځو خبري رسنيو حتی د لويديځو هېوادونو د ځينو سياستوالوله خوا په سياسي او نظامي نيتونو د مصنوعي کيسو او جعليو خبرونو د جوړلو پېښې ډېرې دي. د عراق جګړه ټولو ته معلومه ده چې د امريکا حکومت په ۲۰۰۳ کال کې د م م له صلاحيت پرته د جعلي شاهدۍ سره سم پر يو خپلواک هېواد پوځي تېری وکړ چې له امله يې د عراق سلګونه زره بې ګناه ولسي خلک او نژدې لس زره امريکايي عسکر ووژل شول.

د چين په اړه د لويديځو هېوادونو په راپورونو کې هم ډېرې منفي نمونې شته. سي ان ان څه مودې مخکې د ميهريګل تورسون په نامه د يوې اويغوري ښځې (( کيسه)) خپره کړه چې د هغې په وينا په يوې ۳۷ متره مربع کوټه کې ۶۸ کسان بنديان وو او زيات کسان مړه شول. تېر کال نوموړې د شاهدې په توګه د امريکا په کانګرس کې تش په نامه خپله کيسه وويله. که څه هم د هغې خبرې جعلي دي، خو د هغې وينا د اويغوريانو د بشري حقونو د تګلارې په اړه د امريکا د سنا مجلس غړي مارک روبيو په شمول د ځينو کسانو له خوا د وړاندې شوې لايحې مهم بنسټ ګرځېدلی دی. له دې وروسته چې د ميهريګل دروغ مېدان ته راوايستل شول، خو بيا هم تر اوسه د هغې په اړه راپور د سي ان ان په ويبپاڼه کې موجود دی او د نورو خبري رسنيو له لارې خپريږي.

په دې وروستيو کې د لويديځو هېوادونو خبري رسنيو په خپلو خبرونو کې وويل چې د اويغوري موسقۍ پېژندونکي عبدالرحيم حيات د زنداني مودې په دوهم کال په زندان کې مړ شو چې له امله يې د ترکيې حکومت پر چين نيوکه وکړه. خو په يوه تازه ويډيو کې لېدل کيږي چې حيات نه يوازې ژوندی دی بلکې روغ رمټ دی. د ترکيې د مخالف سياسي ګوند استازي عدنان اکفيرات وويل، چې دا د لويديځوالو د اطلاعاتي ارګانونو له خوا جوړ شوي دروغ دي.

د نړيوال کمونيکېشن اوسنی حالت داسې دی چې د لويديځو هېوادونو عمده خبري رسنۍ پکې لارښوونکی مقام لوبوي، د دوی د خبرونو تمايل پر نړيوالو عامو افکارو اغيز کوي. د خلکو لپاره د رښتينو، عادلانه او برابرو معلوماتو تر لاسه کول اسانه کار نه دی.

په لويديځو هېوادونو کې خبري رسنۍ د خپلو حکومتونو لپاره د درغجنو راپورونو په جوړولو کې لوی لاس لري، نور به وګورو چې دوی به کومې کيسې جوړې کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای