CRI Online

چين او امريکا په اقتصادي او سوداګريزو خبرو اترو کې د عمده مسئلو په اړه موافقې ته رسېدلي دي

cri     (GMT+08:00) 2019-02-18 11:20:26

چين او امريکا په اقتصادي او سوداګريزو خبرو اترو کې د عمده مسئلو په اړه موافقې ته رسېدلي دي

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د فبرورۍ په ۱۵مه نېټه د چين او امريکا ترمنځ د اقتصادي او سوداګيزو خبرو اترو شپږم پړاو د بېجينګ د دياو يو تای په مېلمستون کې پای ته ورسېد. دواړو خواوو د عمده مسئلو په اړه موافقې وکړې او د دوه اړخيزو اقتصادي او سوداګريزو مسئلو د تفاهم يادښت په هکله يې مشخصې مشورې وکړې. اړوندو کارپوهانو وويل چې که چين او امريکا اړوند تړون لاسليک کړي، نو نړيوال اقتصاد ته به ګټې ورسيږي.

د روانې مياشتې په څوارلسمه او پنځلسمه نېټه چين او امريکا د دواړو خواوو د مشرانو لخوا په ارجنټاين کې تر لاسه شوې موافقې پلې کړې او په دوامداره توګه يې د اقتصادي او سوداګريزو مسئلو په اړه خبرې اترې وکړې. دواړو خواوو د تخنيکونو د تبديل، د پوهنې ملکيت د ساتنې، له تعرفو پرته د نورو سوداګريزو خنډونو د ليرې کولو، خدمتي چارو، کرهڼيزو چارو، سوداګريز بېلانس او د عملي نظام په شمول د ګډې پاملرنې وړ د ځينو موضوعاتو او د چين د پاملرنې وړ مسئلو په هکله په ژوره توګه د نظريو تبادلې وکړې. د تېر کال د دسمبر په لومړۍ نېټه د چين او امريکا د مشرانو تر ملاقات وروسته، په تېره بيا د دسمبر له درېيمې لسيزې راهيسې، د دواړو خواوو ترمنځ تماسونه زيات شوي. د نړيوال پولي صندوق پخواني مرستيال مشر او د چين د چينګهوا پوهنتون د دولتي پولي چارو د څېړنيزې ادارې مشر جو مين دې ته اشاره وکړه چې خبرې اترې ښه پيل دی. هغه وويل

((په تجارتي خبرو اترو کې ډېر جزييات موجود دي، موږ به ځيني برياليتوبونه تر لاسه کړو او ځيني تړونونه به لاسليک کړو، دا د دواړو خواوو د ګډو کوښښونو نتيجه ده. توپيرونه هم شته، خو پروا نلري، په سوداګرۍ کې خبرې اترې تل موجودې وي، خبرې اترې ښه کار دی. امريکا هم دا فکر لري چې مسئله بايد د خبرو اترو له لارې حل شي، نو د دواړو خواوو ترمنځ خبرې اترې مخ په زياتېدو دي، دا ښه کار دی. ))

شک نشته چې دغه تازه خبرې اترې له يو کال راهيسې د چين او امريکا په اصطکاک کې ډېرې مهمې دي، دواړو خواوو دغو خبرو اترو ته ډېره پاملرنه وکړه او د برياليتوب د تر لاسه کولو هيله يې وښودله. د اړوند خبر له مخې، د څوارلسمې نېټې شپه، د خبرو اترو دواړو خواوو د خپل هېواد د ګټو ساتلو لپاره ټوله شپه کار کړی او سترې هڅې، جدي رويه او مسلکيتوب يې څرګند کړی دی. په چين کې د امريکا د سوداګرۍ ټولنې مشر ټيموټي ستراټوفورډ وويل

((چين او امريکا د نظامونو په اړه مختلفې پېژندنې لري او دا د ډېرو مسئلو د رامنځته کېدو لامل دی. نو موږ بايد د دغو مسئلو د حلولو لپاره لارې چارې پيدا کړو، مثلا په ځينو برخو کې لا نور څرګند نظامونه وټاکو يا اړوندې چارې لا تنظيم کړو. که دواړه خواوې شخړې ليرې کړي او پر خپلمنځي تجارتي اړيکو منفي اغېزه اچونکي عوامل له منځه يوسي، نو نړيوال اقتصاد ته به ګټې ورسېږي. که چين له امريکا سره اړوند تړون لاسليک کړي، نو د اسهامو بازار او د ستراتيژۍ پر ټاکونکو شرکتونو به فشارونه کم شي. ))

تر دغو خبرو اترو وروسته، چين او امريکا موافقه وکړه چې په راتلونکې اوونۍ کې به په واشينګټن کې سلامشورې ته دوام ورکړي. د چين د پرمختګ د څېړنيز صندوق سرمنشي لو مای باور څرګند کړ چې د دواړو خواوو د خبرو اترو راتلونکې روښانه ده. هغه وويل

((تمه ده چې دواړه خواوې به ناثابت عوامل کم کړي، خو د اخري برياليتوب د تر لاسه کولو لپاره يوه اوږد بهير ته اړتيا ده. چين پر خپلې لارې ټينګار کړی او کوي يې، چين به هرومرو روښانه راتلونکې ولري. ))


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای