CRI Online

د م م ځانګړي استازي د يمن د شخړې له دواړو خواوو څخه غوښتنه وکړه چې د پوځونو د ايستلو د دوهم پړاو پلان په اړه تړون لاسليک کړي

cri     (GMT+08:00) 2019-02-20 16:08:31
د م م ځانګړي استازي د يمن د شخړې له دواړو خواوو څخه غوښتنه وکړه چې د پوځونو د ايستلو د دوهم پړاو پلان په اړه تړون لاسليک کړي

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د يمن مسئلې په اړه د م م ځانګړي استازي مارتين ګريفيټس د فبرورۍ په ۱۹مه نېټه وويل، تر هغه وروسته چې د يمن د شخړې دواړو خواوو د تېر کال په دسمبر کې د سويډن په پلازمېنه ستکهلم کې اړوند تړون لاسليک کړی، په ځايي اوضاعو کې فعال بدلون رامنځته شوی دی. نوموړي د دواړو خواوو مشران وستايل او له دوی څخه يې غوښتنه وکړه چې د پوځونو د ايستلو د دوهم پړاو پلان د جزياتو په اړه موافقې ته ورسېږي.

ګريفيټس په همدې ورځ د يمن مسئلې په اړه د م م په غونډه کې وويل، د يمن د شخړې دواړو خواوو له حديده ايالت څخه د پوځونو د ايستلو د لومړۍ مرحلې پلان په اړه تړون لاسليک کړی دی. له دې څخه ښکاري چې په ستکهلم کې پيل شوی سوله ييز تمايل ساتل شوی دی. په حديده ايالت کې د دښمانه عملياتو د کمښت په اثر رښتنې ګټې رامنځته شوې دي.

د بشردوستۍ چارو په اړه د م م مرستيال سرمنشي مارک لوکوک په دغه غونډه کې وويل، په يمن کې بشري وضعيت لا هم سخت دی. د دې هېواد د نفوس اتيا سلنه برخه يعنې کابو ۲۴ مليونه خلک د بشردوستۍ مرستې ته اړتيا لري. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای