د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د فبرورۍ په شلمه نېټه په بېجينګ کې د خلکو په لوی تالار کې د نهو هېوادونو د نويو سفيرانو باور ليکونه ومنل.
په يادو نهو سفيرانو کې د السلوادور، هند، ترکمنستان، کرواتيا، قرغېزستان، اتوپيا، ګرينادا، کينيا او موريتانيا سفيران شامل دي.
شي جين پينګ په همدې ورځ د شانګهای همکارۍ سازمان له نوي سرمنشي ولاډيمير نوروف سره هم وکتل او له نوموړي څخه يې هيله وکړه چې د شانګهای همکارۍ سازمان د پرمختګ لپاره فعال خدمتونه وکړي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |