CRI Online

د مصنوعي ځيرکتيا د نوښت لومړی ازمويښتي سيمه په بېجينګ کې جوړه شوه

cri     (GMT+08:00) 2019-02-21 11:21:21

د بېجينګ د اېونينګ نيوز ورځپاڼې د خبر له مخې، د مصنوعي ځيرکتيا د نوښت لومړۍ ازمويښتي سيمه په بېجينګ کې په رسمي ډول جوړه شوه، له دې څخه څرګندېږي چې بېجينګ د مصنوعي ځيرکتيا د پرمختګ په لاره کې نوی ګام پورته کړی دی.

د مالوماتو له مخې، په دې ازمويښتي سيمه کې به د نړۍ په کچه يو لړ برياليتوبونه تر لاسه شي. بېجينګ به د مصنوعي ځيرکتيا په برخه کې د علمي افکارو، بنسټيزو نظريو، وتليو استعداد لرونکو کسانو، نوښتونو او انکشافي پاليسيو په سرچينو بدل شي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای