د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې ولسمشر ولاديمير پوټين د فبرورۍ په شلمه نېټه په مسکو کې وويل، د روسيې او چين تر منځ اړيکې د ثابتو نړيوالو چارو لپاره مهمې دي. روسيه د دواړو هېوادونو تر منځ اړيکو ته په درنه سترګه ګوري.
پوتين په همدې ورځ د روسيې پارلمان ته په علنۍ وينا کې يادې خبرې وکړې. هغه وويل، د مساواتو او ګډو ګټو پر بنسټ د روسيې او چين تر منځ اړيکې د ثابتو نړيوالو چارو لپاره مهمې دي او د اروپا او اسيا د امنيت د ساتنې لپاره ګټورې دي.
هغه وويل، روسيه به په پر له پسې ډول د اروپا او اسيا د اقتصادي ټولنې د ګډ بازار جوړولو ته ادامه ورکړي او په مسلسل ډول به د دې ټولنې او د يو کمربند او يوې لارې د ابادولو پاليسۍ سره پيوند کړي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |