د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون د سياسي بيورو غړي او د دغه مرکزي کمېسيون د مطبوعاتي څانګې مشر هوانګ کون مينګ د فبرورۍ په شلمه نېټه د چين او اسيان د خبري رسنيو تر منځ د تبادلې کال د پيل په مراسمو کې ګډون وکړ او د دولت رئيس شي جين پينګ د مبارکۍ پيغام يې د غونډې ګډونوالو ته ولوست.
ښاغلي هوانګ د پيل له مراسمو مخکې له عمده بهرنيو ګډون کوونکو سره وکتل او په ترڅ کې يې دې ته اشاره وکړه چې د شي جين پينګ لخوا وړاندی شويو ديپلوماتيکو افکارو د چين او اسيان تر منځ د اړيکو پرمختګ لپاره نقشه ټاکلې ده. د دواړو خواوو خبري رسنيو دې د دوستانه سلا مشورو، مساوات او ګډو ګټو په اصولو د همکارۍ ساحې پراخې کړي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |