CRI Online

ډونالډ ټرمپ: په هانوي کې به له کيم جونګ اون سره تر کتنې وروسته له نوموړي سره د زياتو کتنو فرصتونه ولري

cri     (GMT+08:00) 2019-02-21 11:26:21

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د فبرورۍ په ۲۰ مه نېټه وويل، چې نوموړی به د ويتنام په پلازمينه هانوي کې د کوريا ډيموکراتيک ولسي جمهوريت له رهبر کيم جونګ اون سره ليدنه وکړي او له دې لېدنې وروسته به له هغه سره د زياتو کتنو فرصتونه پيدا کړي.

ټرمپ په همدې ورځ په سپينې ماڼۍ کې د اطريش له صدراعظم سبسيان کورز سره د کتنې پر مهال رسنيو ته وويل چې دا به له کيم جونګ اون سره د ده وروستۍ لېدنه نه وي او هغه فکر نه کوي چې ډيموکراتيه کوريا له اټومي وسلو څخه لاس اخيستل نه غواړي، هغه پر دغه هېواد بنديزونه لغوه کولی شي، خو دغه هېواد له دې مخکې بايد ارزښت ناک عمل غوره کړي.

سپينې ماڼۍ په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، ټرمپ په همدې ورځ د جاپان له لومړي وزير شينزو ابي سره د تليفوني خبرو په ترڅ کې د امريکا او ډيموکراتيکې کوريا د مشرانو ترمنځ د دوهمې کتنې په هکله بحث وکړ او دواړو خواوو يو ځل بيا پر خپل هغه دريځ ټينګار وکړ چې دوی به د ډيموکراتيکې کوريا د بې اټومي کولو د وروستۍموخې د ترسره کولو لپاره هڅې وکړي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای