د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د فنلنډ، بلژيک، هالنډ،ډنمارک،ايسونيا او اسلاونيا د مشرانو غونډه د فبرورۍ په ۱۹ مه نېټه د فنلنډ په پلازمينه هلسينګي کې ترسره شوه اوپه دغه غونډه کې ګډونوالو له نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه وکړه چې د نړيوالو مسئلو د حل لپاره دې څواړخيزم پياوړی کړي.
له دغې غونډې وروسته په خپره شوې اعلاميه کې راغلي چې پدې غونډه کې د شپږو حکومتي مشرانو په اند اوسمهال د نړيوالو مسئلو د حل لپاره لومړنۍ دنده د قوانينو پر بنسټ د نړيوال نظام او اغېزمن څواړخيزم پياوړی کول دي، دوی وويل چې هېوادونه به يې د سوداګرۍ د نړيوال سازمان د قوانينو ساتلو ته ژمن وي.
همدارنګه نوموړو له نړيوالې ټولنې څخه وغوښتل چې د چين په اړه لاهراړخيزې او ستراتېژيکې پاليسۍ غوره کړي.(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |