د چين د نيوز اژانس د خبر له مخې، د م م سرمنشي انټونيو ګوټريس د فبرورۍ په ۲۰ مه نېټه د خپل وياند له لارې د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې دی د جنوبي اسيا وضعيت ته ډېره پاملرنه کوي او د هند او پاکستان له حکومتونو څخه غواړي چې زغم وساتي او د وضعيت د سختېدو مخنيوی وکړي.
د معلوماتو له مخې، د هند تر کنترول لاندې د کشمير په پولواما سيمه کې د فبرورۍ په ۱۴ مه نېټه يو ځانمرګی بريد وشو چې له امله يې د دغه هېواد د ريزرف ځواکونو څه باندې ۴۰ سرتېري ووژل شول او نور لسګونه کسان ژوبل شول. د همدې مياشتې په ۱۸ مه نېټه پدې سيمه کې يو بل بريد وشو چې لږترلږه ۹ کسان پکې ووژل شول.
ګوټريس په اعلاميه کې په کلکه يادې پېښې غندلي او غوښتي يې دي چې بايد د دغو پېښو جنايت کاران د نړيوالو قوانينو منګولو ته وسپارل شي.(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |