CRI Online

شي جين پينګ د (( چانګ عه څلورم لمبر )) علمي پروګرام له ګډونوالو سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2019-02-21 17:33:58


د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېټې مشر شي جين پينګ د فبرورۍ د شلمې نېټې په ماسپښين په بېجينګ کې د خلکو په لوی تالار کې له هغو کسانو سره وکتل چې د چانګ عه څلورم لمبر په نامه د سپوږمۍ د چيني اکتشافي دندې په اړه څېړنو او ازموينو کې يې ګډون کړی و. شي جين پينګ خپلو خبرو کې پر دې ټينګار وکړ چې د فضا اکتشاف بې حده او نه تماميدونکی دی. د چين علمي او تکنالوژيکي کارکوونکي او د فضانوردۍ کارکوونکي بايد د تر لاسه شويو برياليتوبونو پر بنسټ د سپوږمۍ د اکتشافي پروژې د عمومي موخې په لوري ګامونه پورته کړي، له فضا څخه د سوله ييزې استفادې او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ لپاره دې د چين پوهې، پلان او قوت برابر کړي.

شي جين پينګ په دغه کتنه کې لومړی هغو ټولو کسانو ته نيکې هيلې او پېرزوينې وړاندې کړې چې د چين د فضانوردۍ د پرمختګ لپاره يې مهم خدمتونه کړي دي، او هغو ټولو کارکوونکو ته يې توده مبارکي وويله چې د (( چانګ عه څلورم لمبر )) پروګرام په څېړنو او ازموينو کې يې ګډون کړی و.

((لوړ علمي غره ته په ختلو او د فضايي رمزونو په لټولو کې ستاسو پياوړي کارونه او افتحارونه په نوې زمانې کې د چين کمونېست ګوند د ټولو غړو، د ټولو پوځيانو او د هېواد بېلا بېلو قومونو د کوښښونو د هڅولو لپاره نمونوي ارزښت لري. د چانګ عه څلورم لمبر په پروګرام کې د خپل توان، همکارۍ او ورخلاصون له لارې پر نوښت ټينګار شوی او دا موخه يې پوره شوې چې د سپوږمۍ په ليرې پرتې سيمې کې د انسانانو د فضايي ماشين لومړی ګرځنده اکتشاف تر سره شوی او په دې سيمه کې د چين د پښې نښه پاتې شوې ده. ))

شي جين پينګ وويل، چې ټولې سترې چارې له فکر څخه پيليږي. ميړنی چيني ملت د خوب د عملي کولو ظرافيت لري، نو ځکه د چين کمونېست ګوند مرکزي کمېټې د چيني ملت د فضايي خوب د پوره کولو لپاره د سپوږمۍ د اکتشافي پروژې د تر سره کولو پريکړه وکړه.

(( هر کس بايد د سوسياليزم او د عصري پياوړي هېواد د ابادۍ او د چيني ملت د بيا سمسورتيا د موندلو په لاره کې خوب خپل کړي او کولی شي چې د مسلسلو کوښښونو له لارې خپل خوب پوره کړي. ))

شي جين پينګ دې ته اشاره وکړه چې سترې چارې د نوښت پر بنسټ جوړيږي. د علومو او تکنالوژۍ د ځواکمن هېواد د ابادولو لار هواره نه ده، يوازې د نوښت له لارې مخکښ ځای نيولی شي. د چانګ عه څلورم لمبر په پروګرام کې زيات نوښتونه تر لاسه شوي دي.

(( موږ بايد د نړۍ د ساينس او تکنالوژۍ د پرمختګ تمايل وساتو، علمي روحيه دې خپره کړو، د ساينس او تکنالوژۍ په ستراتيژيکو، بنسټيزو او مخکښو برخو کې دې پرمختګ ومومو، د کيليدي او ډېرو مهمو تخنيکونو د خپلولو لپاره دې هلې ځلې وکړو، د نوښت د دولتي سيستم موثريت دې لوړ کړو او د تکنالوژۍ او نوښت په برخو کې دې خپل توان پياوړی کړو، تر څو د نړۍ د لوړې تکنالوژۍ په برخه کې خپل مقام ونيسو. ))

شي جين پينګ وويل، چې سترې چارې د رښتينو کوښښونو له لارې پوره کيږي. ساينس پوهان، استعداد لرونکي کسان، وتلي ځوانان او د نوښت ډلې بايد د رښتينيو کوښښونو له لارې د سترو چارو د عملي کولو لپاره د خپل ژوند ارزښت پيدا کړي او د چيني خوب د پوره کولو لپاره دې خدمتونه وکړي.

شي جين پينګ دې ته اشاره وکړه چې چين د فضانوردۍ په برخه کې نړيواله همکاري هڅوي او له زياتو هېوادونو او نړيوالو سازمانونو سره يې اغېزمنې همکارۍ کړي، او د چانګ عه څلورم لمبر پروګرام په برياليتوب کې د زياتو برخوالو هېوادونو خدمتونه شامل دي.

(( د پراخې فضا اکتشاف د انسانانو ګډ خوب دی. هيله لرو چې له بېلا بېلو هېوادونو سره د اساسي ساينس په څېړنو کې تبادلې پياوړې کړو، د لوی ساينس د پلان، پروژې او مرکز د ابادۍ لپاره هڅې وکړو، د نوښت په برخه کې پرانيستې همکارۍ پياوړې کړو او د انسانانو علمي چارو ته پرمختګ ورکړو. ))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای